ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي شورا ځينې غړي د ستونزو د څېړلو په موخه خپلو ولايتونو ته نه دي تللي

9 Feb 2013 - 18:25
9 Feb 2013 - 18:25

 کابل (پژواک ٢١سلواغه٩١): د ځينو ولايتونو خلک په ملي شورا کې له خپلو استازو ګيله کوي، چې د ژمنۍ رخصتۍ پر مهال اړوندو ولايتونو ته د خپلو موکلينو د ستونزو د څېړلو په موخه نه دي ورغلي.

په ملي شورا کې د يادو ولايتونو استازي وايي، د ځينو ستونزو له امله خپلو ولايتونو ته په تګ نه دي بريالي شوي، خو د موکلينو د ستونزو د حل لپاره په کابل کې له چارواکو سره کتنې کوي.

له معمول سره سم، وکيلان د رخصتۍ پر مهال خپل ولايتونو ته ځي او د موکلينو ستونزې يې له نږدې ګوري، ترڅو له حکومتي چارواکو سره يې د حل په موخه شريکې کړي.

د ملي شورا د ژمي ٤٥ ورځنۍ رخصتي د روانې مياشتې په لومړۍ نېټه پيل شوې دي.

د باغيس د ولايتي شورا مرستيال مولوي عبدالباسط د سلواغې په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ملي شورا په اوسنۍ رخصتۍ کې تراوسه د بادغيس يو وکيل هم دې ولايت ته نه دى ورغلى.

هغه وايي: ((زه له نورو ځينو ولايتونو سره ټېلېفوني اړيکې لرم، د هغوى وکيلان ورغلي، خو زموږ وکيلان تراوسه نه دي راغلي.))

ده زياته کړه، چې هره ورځ خلک ولايتي شورا ته مراجعه کوي، خپلې ستونزې ورسره شريکوي او په ملي شورا کې د خپلو وکيلانو په اړه ترې پوښتنې کوي، چې ولې د ژمي په رخصتۍ کې نه دي ورغلي.

هغه وايي، چې بادغيس د امنيت، برېښنا، کرنې او نورو برخو کې ډېرې ستونزې لري او په ملي شورا کې د دې ولايت استازي بايد ورغلي وى، ترڅو دغه ستونزې يې له نږدې ليدلې او له اړوندو حکومتي چارواکو سره يې شريکې کړې وى.

د بادغيس د مرکز قلعه نو اوسېدونکى ٤٢کلن فخرالدين هم وايي، چې تراوسه د بادغيس استازي دې ولايت ته نه دي ورغلي.

هغه وايي، په بادغيس کې د نورو ستونزو ترڅنګ د قومي شخړو ستونزې هم ډېرې زياتې دي.

ده زياته کړه: ((زموږ وکيلان بايد راشي او په قومي غونډو کې برخه واخلي، ترڅو د خلکو ترمنځ پيدا شوې قومي شخړې پاى ته ورسوي.))

 په ولسي جرګه کې د بادغيس استازى سيدمحمد موسى جناب هم تاييدوي، چې تر رخصتۍ وروسته تراوسه  په ملي شورا کې د بادغېس استازي دې ولايت ته نه دي تللي.

خو هغه وايي، د رخصتۍ له پيل راهيسې د بادغيس استازو د ولسمشر په ګډون له اړوندو چارواکو سره ليدلي او له هغوى سره يې د دې ولايت امنيتي او نورې ستونزې شريکې کړې دي.

دى وايي، د دې ولايت استازو له حکومتي چارواکو سره په بادغېس کې د پراختيايي پروژو د پلي کولو په اړه هم خبرې کړې دي.

د ده په وينا، امنيتي ستونزې هغه څه دي، چې تر ډېره بريده ولايتونو ته د وکيلانو د تګ مخه  ډب کوي.  

جناب زياته کړه: ((زه پلان لرم چې بادغيس ته لاړ شم او هلته يوه نيمه مياشت تېره کړم، خو اوس فعلا مې غاښونه ډېر زيات درد کوي، غواړم چې اول تاجکستان ته لاړم شم، د خپلو غاښونو علاج وکړم او بيا بادغيس ته ولاړ شم.))

دا په داسې حال کې ده چې د ملي شورا د ژمنۍ رخصتۍ ٢٤ ورځې پاتې دي.

د زابل د ولايتي شورا مشر عبدالرحمن هوتک وايي، چې د ملي شورا د رخصتۍ له پيله تراوسه په ولسي جرګه کې د دې ولايت له استازي عبدالقادر قلاتوال پرته د بادغيس نور استازي دې ولايت ته نه دي ورغلي.

ده هم ټينګار کاوه چې د پخوا په څېر، وکيلان بايد راشي او د خپلو موکلينو ستونزې له نږدې وګوري.

د زابل د مرکز قلات ښار اوسېدونکى بشيراحمد د هوتک د څرګندونو په تاييد، په ملي شورا کې د دې ولايت له استازو وغوښتل چې ورشي او له خپلو موکلينو سره د ستونزو په حل کې مرسته وکړي.

بشيراحمد، سره له دې چې وايي، په تېرو کلونو کې د دوى استازي په رخصتيو کې زابل ته ورتلل، خو  زياتوي چې ورتګ يې خلکو ته هېڅ ګټه نه کوله.

هغه وايي، د وکيلانو ورتګ ځکه ګټه نه کوله چې د خپلو موکلينو غږ يې چاراکو ته نه رساوه.

په ولسي جرګه کې د زابل استازى حميدالله توخى وايي، چې د رخصتۍ په لومړيو ورځو کې د ورپېښې ناروغۍ د درملنې په موخه هندوستان ته تللى و.

هغه وايي، له  هند څخه يې تر راستنېدو وروسته، په زابل کې د هوايي ډګر د جوړېدو په اړه د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت او د زابل د نورو ستونزو په اړه يې له نورو وزيرانو سره کتلي دي.

ده زياته کړه: ((زه غواړم چې له يوې لاسته راوړنې سره يوځاى زابل ته ولاړ شم او د خپلو موکلينو ستونزې به هم وګورم او له مسوولينو سره به يې شريکې کړم.))

توخى وايي، د زابل په ګډون په ځينو ولايتونو کې ناامنۍ شته، خو په هغې کچه نه دي چې د وکيلانو د ورتګ مخه ډب کړي.

د خوست د صبريو ولسوالۍ اوسېدونکى عبدالقيوم بيا وايي، چې نه يواځې په اوسنۍ رخصتۍ، بلکې په تېرو درېيو کلونو کې د خوست وکيلان دې ولايت ته نه دي راغلي.

هغه زياته کړه: ((وکيلانو له کله نه چې رايه اخيستې، بيا يې خوست ته سر هم نه دى ښکاره کړى.))

دى دعوه کوي، چې په ملي شورا کې د خوست استازي په خپلو شخصي کارونو بوخت دي او د خپلو موکلينو ليدو ته وخت نه لري.

ده وويل چې خوست د سړک، برېښنا، د څښاک اوبو، امنيت او قومي شخړو په برخو کې ستونزې لري او په کار ده، چې په ملي شورا کې د دې ولايت استازي په دې اړه له خپلو موکلينو سره وګوري او ستونزې د حل په موخه  له حکومتي چارواکو سره شريکې کړي.

د خوست د ولايتي شورا مشر سيدکريم خاکسار بيا وايي، چې په تېرو درېيو کلونو کې د خوست استازي دې ولايت ته ورغلي، خو په اوسنۍ رخصتي کې هم نه دي ورغلي.

دى هم اړينه بولي چې د خوست استازي خپل ولايت ته ولاړ شي، د خلکو له ستونزو ځانونه خبر کړي او په اړه يې اړوند چارواکي شورا ته وغواړي او ستونزې ورسره شريکې کړي.

په ولسي جرګه کې د خوست استازې ساهره شريف، دا مني چې د ژمنۍ رخصتۍ له پيله تراوسه خوست ته نه ده تللې، خو وايي، په تېرو درېيو کلونو کې دا او د خوست نور وکيلان  څو ځله خوست ته تللي دي.

ساهره وايي، معلومات نه لري چې د اوسنۍ رخصتۍ پر مهال د خوست نور وکيلان دې ولايت ته تللي او که نه؟

 هغې وويل، چې د اوسنۍ رخصتۍ پر مهال يې په کابل کې د خوست د خلکو د ستونزو او ځينو نورو کارونو په اړه له اړوندو چارواکو سره ليدلي دي.

ساهرې زياته کړه: ((په تېرو څو ورځو کې ما ځينې شخصي کارونه هم درلودل، خو د خوست د کرکټ د ټيم لپاره مې ځينې وسايل واخيستل او له سرې مياشتې څخه مې ځينې مواد ترلاسه کړل، چې د خوست په کونډو يې ووېشم.))

د هغې په وينا: ((زه که په کابل کې هم ناسته يم، د خپلو موکلينو غم را سره شته او زه د نورو وکيلانو غوندې هم نه يم، چې دوبۍ او يا هم کوم بل خارجي هېواد ته د چکر لپاره لاړه شمه.))

خو هغې ونه ويل چې د ملي شورا کوم غړي د چکر لپاره بهر ته تللي دي.

خو ساهره دا هم وايي، چې ځينې وخت د ناامنيو له امله وکيلان نه شي کولى چې خپلو ولايتونو ته سفر وکړي او په دې برخه کې بايد موکلين ترې خپه نه شي.

د غور د ولايتي شورا غړى محمدصادق هم وايي، چې د روانې رخصتۍ له پيله تراوسه د غور وکيلان دې ولايت ته نه دي ورغلي.

هغه زياته کړه: ((زموږ وکيلان کومه لاسته راوړنه نه لري، نو ځکه د دې پرځاى چې غور ته راشي، بهرنيو هېوادونو ته د چکر او له خلکو څخه د ځان  پټونې په خاطر ځي.))

صادق هم ونه ويل چې کوم وکيلان بهر ته تللي دي.

هغه زياته کړه چې غور  د روغتيا، سړک، برېښنا او پوهنې ترڅنګ په نورو برخو کې ګڼې ستونزې لري.

په ولسي جرګه کې د غور ولايت استازي سيدنادر شاه بحر وايي، چې د روانې رخصتۍ په  لومړيو ورځو کې يې مصر ته  يو رسمي سفر درلود.

هغه وايي، په تېرې رخصتۍ کې د ده په ګډون د غور ټول وکيلان دې ولايت ته تللي وو، ترڅو د خلکو ستونزې له نږدې وګوري او له اړوندو چارواکو سره يې شريکې کړي.

بحر دې ولايت ته په اوسنۍ رخصتۍ کې د دې ولايت د نورو استازو د تګ په اړه بې خبري وښوده.

خو هغه  زياته کړه: ((موږ د غور خلک له ياده نه دي ايستلي، ځينې مصروفيتونه دي چې دغه رفع شي، نو هرومرو غور ته ځو او هلته خلکو سره له نږدې ګورو.))

د ده په وينا، غور ته په تګ کې وکيلان هېڅ ډول امنيتي ستونزه نه ويني.

د ولسي جرګې نايب منشي محمدفرهاد عظيمي پژواک خبري اژانس ته وويل: ((تر هغه ځايه چې موږ اطلاع لرو، ځينې وکيلان خپلو ولايتونو او ځينې بهر ته د درملنې په موخه تللي دي او ځينې به يې په کابل کې هم وي.))

عظيمي وايي، د وکيلانو د ناسوبتيا او ناامنۍ د کچې د لوړوالي له امله په تېره يو کلنه دوره کې د جرګې غړي په دې نه دي توانېدلي، چې د نورو کلونو په څېر د وکالت په برخه کې ښې لاسته راوړنې ولري.

د مشرانو جرګې دويم مرستيال رفيع الله ګل افغان وايي، د دې جرګې غړي هند ته په پارلماني چارو کې د روزنيز ورکشاپ لپاره بلل شوي دي.

ده وويل، چې د مشرانو جرګې غړي په نوبتي ډول څو، څو تنه هند ته ځي او تر راتګ وروسته خپلو ولايتونو ته سفر کوي.

هغه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې تراوسه د دې جرګې يو شمېر غړو په ياد ورکشاپ کې ګډون کړى او بېرته هېواد ته راستانه شوي، خو يو شمېر يې هند ته د تګ په تمه په کابل کې دي.

Views: 2

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version