ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ ولايتي شورا: د ځينو رياستونو کارونه د قناعت وړ نه دي

12 Feb 2013 - 16:58
12 Feb 2013 - 16:58

مزارشريف (پژواک، ٢٤ سلواغه ۹۱): د بلخ د ولايتي شورا مسوولين وايي، په دغه ولايت کې د تېر کال په اوږدو کې د پوهنې، روغتيا، ښځو چارو، د کار او ټولنيزو چارو رياستونو د قناعت وړ کار نه دی کړی.

د بلخ د ولايتی شورا رييس ډاکټر محمدافضل حديد د سلواغې په ۲۴مه، د دغې شورا له خوا د دولتي سکتوري ادارو د مسوولينو د حساب ورکولو په موخه جوړې شوې غونډې ته وويل، که څه هم د تېر کال په اوږدو کې په بلخ ولايت کې په هراړخيزه توګه پراختيايي چارې ترسره شوي؛ خو ځينو رياستونو خپلې دندې په سمه توګه نه دي پلي کړي.

د بلخ د ولايتي شورا له خوا، ولس ته د دغه ولايت د سکتوري رياستونو د حساب ورکولو لړۍ نن پيل شوه.

د ولايتي شورا رييس وويل، چې د حساب ورکولو په دغې لړۍ کې به د بلخ ټولې سکتوري ادارې ولس ته د خپلو شويو کارونو په اړه حساب ورکوي.

نوموړي زياته کړه، لا هم په بلخ ولايت کې د روغتيا او معارف په برخو کې هغه ډول چارې نه دي تر سره شوي، چې ولس ورته اړتيا لري.

همداراز ده وويل، د ښځو پر وړاندې زورزياتی ورځ تر بلې زياتېږي او د کار نه پيدا کېدو ستونزه لا هم پر ځای پرته ده.

د هغه په وينا، له همدې امله د دغه ولايت د پوهنې، روغتيا، د ښځو چارو، د کار او ټولنيزو چارو د رياستونو کار دوی ته د قناعت وړ نه دی.

خو د بلخ ولايت مرستيال ظاهر وحدت بيا بلخ د هېواد په کچه له هغو ولايتونو څخه وګاڼه، چې ډېر کار په کې شوی دی.

نوموړي زياته کړه، په دې ولايت کې عام خلک له دولتي ادارو سره په هراړخيزه توګه مرسته کوي، چې له همدې امله په بلخ کې د هېواد په کچه د بيارغونې چارې ښې تر سره شوې دي.

د هغه په وينا، دوی په شوي کار بسنه نه کوي او هڅه کوي، چې د بلخ دولتي ادارې نورې هم ښې شي او چارې يې لا پسې ګړندۍ کړي.

خو په ولسي جرګه کې د بلخ د خلکو استازي حاجي عبده، چې د حساب ورکولو په ياده غونډه کې يې برخه اخيستې وه، د خپلو خبرو په ترڅ کې دولتي کارکوونکي د قانون پر ماتولو تورن کړل.

نوموړي، که څه هم په ځانګړې توګه د بلخ ولايت د چارواکو په اړه څه ونه ويل؛ خو زياته يې کړه، چې په عمومي ډول په هېواد کې د قانون منلو روحيه خورا کمزورې ده.

د هغه په وينا، ډېری دولتي چارواکي له قانون څخه ځان پورته ګڼي او همدا لامل دی، چې هېواد له ګواښونو او ننګونو سره مخ دی.

د حساب ورکولو په ياده غونډه کې امنيه قوماندان، د استيناف محکمې، د ولايت مقام سکتوري او تخنيکي رياست خپل راپورونه وړاندې کړل.

Views: 2

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version