ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بلخ کې خلکو ته د دولتي ادارو د حساب ورکولو لړۍ پيل شوه

24 Jan 2021 - 17:39
24 Jan 2021 - 17:39

مزارشريف (پژواک، ۵ سلواغه ۹۹): د بلخ ولايت په مرکز مزارشریف ښار کې خلکو ته د دولتي ادارو د حساب ورکولو لړۍ پيل شوه.
په دغه پروګرام کې د بلخ ولايت اقتصاد، عامې روغتيا، زراعت رياستونو، د بلخ امنيه قومانداني، بلخ ولايت مقام او څو نورو ادارو په ۱۳۹۹ کال کې د خپلو فعاليتونو راپورونه شريک کړل.
د بلخ والي محمد فرهاد عظيمي د پروګرام په پرانيسته کې وويل چې ولس ته د حساب ورکولو دغه لړۍ يې د جمهوري رياست په حکم پيل کړې ده.
هغه زياته کړه، حکومت له دې لارې غواړي چې خلک پر خپلو کړنو او فعاليتونو خبر کړي. په ولسواکه ټولنه کې دولتي ادارې مکلفې دي، چې د خپلو اجرااتو په تړاو خلکو ته معلومات ورکړي.
نوموړي د بلخ ولايت د څوارلسو ولسواليو له ولسوالانو هم غوښتنه وکړه، چې په خپلو سيمو کې دې خلکو او قومي شوراګانو ته په تېر کال کې د خپلو کړنو په تړاو معلومات ورکړي.
د بلخ امنيه قوماندان سيد معراج الدين وویل، پوليسو په تېر کال کې زيات شمېر مجرمين نيولي او د قانون منګولو ته يې سپارلي دي.
هغه زياته کړه، د بلخ ولايت په ولسواليو او مزار ښار کې به امنيتي مسايلو ته جدي پام کوي او د امنيت د ټينګښت برخه کې به کوټلي ګامونه اخلي.
نوموړي له خلکو هم غوښتنه وکړه چې له امنيتي ځواکونو سره دې د پېښو د مخنيوي په موخه مرسته وکړي.
د بلخ د ولايتي شورا رييس محمد افضل حديد غونډې ته په خپلې وينا کې وويل، خلک حق لري چې د دولت له کړنو پر وخت خبر شي.
هغه زياته کړه، د ښې حکومتولۍ رامنځته کېدو په موخه بايد د بلخ ولايتي اداره وخت ناوخته له خلکو سره مشورې وکړي.
د حديد په خبره، د بلخ د خلکو امنيت، اقتصادي ودې او روغتيايي اسانتياوو رامنځته کېدو برخه کې بايد بېړني ګامونه پورته شي.
قومی مشر حاجي رحمت الله پژواک ته وويل چې روان وضعيت خلکو ته د منلو وړ نه دی او حکومت يې بايد د بدلون لپاره هڅې وکړي.
هغه زياته کړه، په تېر يو کال کې د جګړو له امله بلخ ولايت کې پراخې سيمې ناامنه شوي چې خلکو ته يې ګڼې ستونزې پيدا کړې دي.
هغه وويل چې د بلخ سيمه ييزه اداره بايد تر ټولو لومړی امنيت ته خپله پاملرنه زياته کړي.

Views: 41

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version