لښکرګاه (پژواک ٢٥ سلواغه ٩١): چارواکي وايي، چې د هلمند په سنګين ولسوالۍ کې يو قومي مشر د جګړې پر مهال وژل شوى دى.
د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ د همغږۍ مرستيال سمونوال محمد اسماعيل هوتک د سلواغې په ٢٥ مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه د سنګين ولسوالۍ په ساروان کلا سيمه کې دغه پېښه رامنځ ته شوه.
د هغه په وينا، وژل شوى قومي مشر حاجي ميرزاخان نوميږي، چې کله د دولت وسلوالو مخالفينو دپوليسو او بهرنيو ځواکونو په پوستو بريدونه وکړل، نوموړى په کې ووژل شو.
د د ه په خبره، دا نه ده معلومه، چې نوموړى له کوم لوري څخه ويشتل شوى، سيمه کې ملکي خلک ډېر وو، چې ناڅاپه وسلوالو طالبانو بريد وکړ او له هغه وروسته جګړه پيل شوه.
بل خوا د کښته کجکي د سيمې يو اوسيدونکي اسدالله عليزي پژواک اژانس ته وويل، چې حاجي ميرزاخان د بهرنيو ځواکونو لخوا قصداُ وژل شوى دى .
د هغه په وينا، مېرزاخان د کجکي ولسوالۍ د خانانو د کلي اوسېدونکى و، خو تېره شپه د سنګين په ساروان کلا کې مېلمه و او کله چې له خپل ورور او موټر چلوونکي سره د شپې نهه بجې د کجکي پر لور روان و، بهرنيو ځواکونو لومړى له موټره ښکـته او بيا يې د ورور او موټر چلوونکي پر وړاندې په ډزو وژلى دى.
خو د پوليسو مسوولين د ځايي اوسېدونکي خبره نه مني او بهرنيو ځواکونو په دې اړه څه نه دي ويلي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن