نوى ډيلي (پژواک، د کب لومړۍ نېټه ٩١): افغانستان، هندوستان او امريکا په درې اړخيزه غونډه کې پر سياسي، امنيتي او اقتصادي موضوعاتو خبرې وکړې.
دا درې اړخيزه يوه ورځنۍ غونډه، نن د کب په لومړۍ نېـټه د هندوستان په پلازمېنه ډيلي کې ترسره شوه.
په نوي ډيلي کې د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې غونډه کې د درې واړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزارتونو د مرستيالانو په کچه چارواکي برخه اخلي.
سرچينې زياته کړې، په دې درې اړخيزه غونډه کې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت مرستيال جاوېد لودين، د مرکزي او سوېلي اسيا لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت مرستيال رابرټ بلاک او د افغانستان، پاکستان او ايران لپاره د هند د بهرنيو چارو وزارت مرستيال واى کى سنها د خپلو خپلو هېوادونو د پلاوو مشري کوي.
د غونډې تر پاى وروسته د هندوستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه بله خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هندوستان له دواړو افغانستان او امريکا سره ستراتيژيکې اړيکې لري او ټول د يوه باثباته او ديموکرات افغانستان غوښتونکي دي.
سرچينې زياته کړې، په دا ډول دويمه غونډه کې په ژوره توګه په سياسي، امنيتي، اقتصادي او د درېيو واړو هېوادونو د علاقې وړ پر موضوعاتو خبرې وشوې.
په خبرپاڼه کې راغلي، د غونډې ګډونوالو پرېکړه وکړه، چې دا ډول غونډو ته به ادامه ورکوي.
تر دې مخکې د يادو هېوادونو ترمنځ لومړۍ درې اړخيزه غونډه د ٢٠١٢ زېږديز کال د سبټمبر په مياشت کې په واشنګټن کې شوې وه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن