ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کابل ښار کې د ډيزل تېلو، ګاز او سرو زرو بيې ټيټې شوي

21 Feb 2013 - 17:18
21 Feb 2013 - 17:18

کابل (پژواک ٣ کب ٩١): په کابل ښار کې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د ډيزل تېلو، اوبلن ګازو او سرو زرو بيې ټيټې شوي، خو د وريجو او اوړو بيې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د تايمني څلور لارې د هاشمي تيلو ټانک يوه کارکوونکي محمد جاويد پژواک خبري اژانس ته وويل، نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه ليتر ډيزل تيلو بيه له ٥٨ افغانۍ څخه ٥٥ افغانيو ته را ښکته شوې ده.

خو هغه وايي، چې د تېرو اوو ورځو په څېر د يوه ليتر پټرول تېلو بيه ٥٥ افغانۍ ده.

همدارنګه د تايمني د درېيم سړک يو ګاز پلورونکى محمد شريف وايي، نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يوه کيلو اوبلن ګاز بيه له له ٤٥ افغانۍ څخه ٤٣ افغانۍ ته راښکته شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د کابل ښار په ځينو سيمو کې يو کيلو ګاز تر ٥٠ افغانيو پورې پلورل کيږي.

خو د دشت برچي بازار يو لرګي پلورونکى حاجي سلطان وايي، نن د تېرې پنجشنبې په شان يو خروار ارچه لرګي په ٦٦٠٠ افغانۍ او يو خروار بې پوسته بلوط لرګي په ٧٤٠٠ افغانۍ پلوري.

خو د تېرې اونۍ په پرتله، د ځينو لومړنيو خوراکي توکو بيې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، نن د تېر پنجشنبې په پرتله د پنځوس کيلو پاکستانۍ سيله وريجو عمده پلور بيه له ٣٣٠٠  افغانۍ څخه ٣٣٦٠  افغانيو او د ٤٩ کيلو پاکستاني اوړو بيه له ١١١٠ افغانۍ څخه ١١٣٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

خو هغه وويل، نن د تېرې پنجشنبې په شان د پنځوس کيلو پاکستانۍ بورې عمده پلور بيه ١٦٢٠ افغانى، پنځله لېتره مومن غوړي په ٤٠٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى پر ١٧٥ افغانۍ دي.

په کابل ښار کې د ځينو لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو ځايونو کې زيات او په ځينو ځايونو کې کم توپير لري.

د کابل ښار ددرېيمې کارتې د خوراکي توکو يو پلورونکى خان علي وايي، نن پنځوس کيلو پاکستانۍ بوره په٢٠٠٠ افغانۍ، ٤٩ کيلو پاکستاني اوړه په ١٢٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکستانۍ سېله وريجې په ٣٩٠٠ افغانۍ، پنځه ليتره مومن غوړي په ٤٦٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په٢٧٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ پلوري.

د سرو زرو بيې هم راښکته شوې دي.

د کابل ښار د مريم ليسې بازار د سروزرو يوه پلورونکي عبدالبصير وويل، نن د تيرې پنجشنبې په پرتله د يوه ګرام عربي سروزرو بيه له ٢٣٥٠ افغانۍ څخه ٢٣٠٠ افغانيو ته او يو ګرام ايراني سره زر له ١٩٠٠ افغانۍ څخه ١٨٥٠ افغانيو ته رالوېدلي دي.

سرچينې څرګنده کړه،چې په نړيوالو بازارونو کې د سروزرو بيو راټيټېدل، د کابل بازارونه هم اغېزمن کړي دي.

د کابل ښار د شهزاده سراى يو صراف احمد شاه وايي، چې نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٥٢،٧٥ افغانۍ او د زرو کلدارو د اخيستو ارزښت ٥٢٧ افغانۍ وو.

تېره پنجشنبه د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥٢،٤٥ افغانۍ او د زرو کلدارو د اخيستو بيه ٥٢٥ افغانۍ وه.

Views: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version