ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ډيزل تيلو او اوبلن ګاز بيې لوړې شوې دي

3 Jan 2013 - 16:32
3 Jan 2013 - 16:32

کابل (پژواک ١٤ مرغومى ٩١): نن په کابل ښار کې د تيرې پنجشنبې په پرتله د ايراني سرو زرو، وريجو، ډيزل تيلو او اوبلن ګاز بيې لوړې شوي، خو د بلوط لرګيو بيه را ټيټه شوه ده.

 د کابل ښار د خوراکي توکو سودا ګرو د ټولنې مشر فضل الرحمن وويل، نن د تيرې اونۍ په پرتله  د لومړۍ درجه ٥٠ کيلو پاکستانيو وريجو بيه له ٣٢٠٠ افغانيو څخه ٣٣٠٠ افغانۍ او٥٠ کيلو پاکستاني اوړه له١١٠٠ افغانيو څخه ١١٢٠ افغانيو ته لوړ شوي دي.

خو هغه وويل، نن د تيرې پنجشنبې په څېر پنځوس کيلو پاکستانۍ بوره په ١٨٥٠ افغانۍ، يو کوتى پنځه لېتره مومن غوړي په ٤٢٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٧٥ افغانۍ دى.  

 په کابل ښار کې د ځينو لومړنيو خوراکي توکو پرچون پلور بيې له عمده پلور بيو سره په ځينو ځايونو کې زيات او په ځينو ځايونو کې کم توپير لري.

 د کابل ښار د کارتې سه د خوراکي توکيو يوه پلورونکي خان علي وايي، چې نن پنځوس کيلو پاکستانۍ بوره په٢٢٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکستاني اوړه په ١٢٢٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکستانۍ سېله وريجې په ٣٩٠٠ افغانۍ، پنځه کيلو مومن غوړي په ٤٦٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٨٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ پلوري.

د ګاز، ډيزل تيلو او بلوط لرګيو بيې هم لوړې شوې دي.

 د کابل ښار تايمني څلور لارې د تېلو ټانک يوه کارګر محمد صديق وويل، نن د تېرې پنجشنبې په شان د يو ليتر پټرول تيلو بيه ٥٥ افغانۍ ده، خو يو ليتر ډيزل تيل له ٦٠ افغانيۍ څخه ٦١ افغانيو ته لوړ شوي دي.

 د کابل ښار د تايمني څلورلارې يوه ګاز پلورونکي محمد سالم وويل، نن يو کيلو اوبلن ګاز په ٦٢ افغانۍ پلوري.

 په تايمني کې تيره اونۍ هم يو کيلو اوبلن ګاز په ٦٢ افغانۍ و، خو نن د ښار په ځينو سيمو کې يو کيلو ګاز تر ٧٠ افغانيو پورې پلورل کيږي.

 د زمان خان کلا يوه اوسيدونکي احمد شاه او د ده افغانانو اوسيدونکى وحيدالله وايي، چې نن د دوى په سيمو کې يو کيلو ګاز تر ٧٠ افغانيو پورې پلورل کيده.

 دا په داسې حال کې ده، چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې د کابل ښار په ځينو ځايونو کې يو کيلو ګاز تر ٧٥ افغانيو پورې پلورل کيده، خو د نفتي توکو د کنټرول رياست له مداخلې وروسته، بيرته بيې راټيټې شوې.

 د دشت برچي بازار يوه لرګي پلورونکي حاجي سلطان وويل، نن د تيرې پنجشنبې په شان د يوه خروار ارچې لرګيو بيه ٦٨٠٠  افغانۍ ده، خو د تيرو اوو ورځو په پرتله د يوه خروار بلوط لرګيو بيه له ٧٥٠٠ افغانۍ څخه ٧٤٠٠ افغانيو ته راټيټه شوې ده.

 د کابل ښار د مريم ليسې بازار د سروزرو يوه پلورونکي عبدالبصير وويل، نن د تيرې پنجشنبې په څير د يوه ګرام عربي سروزرو بيه ٢٣٥٠ افغانۍ ده.

 خو هغه زياته کړه، چې نن د تيرې پنجشنې په پرتله د يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه له ١٩٥٠ افغانۍ څخه ٢٠٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

 د کابل ښار د شهزاده سراى د يوه صراف احمد شاه د معلوماتو له مخې، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥٢،٥٠ افغانۍ او د زرو پاکستانۍ کلدارو بيه ٥٣١ افغانۍ ده.

 تېره اونۍ ديوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥٢،٤١ افغانۍ او د زرو پاکستانيو کلدارو اخيستو بيه ٥٣١ افغانۍ وه.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version