ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د مايع ګاز او لرګيو بيې لوړې شوې دي

13 Dec 2012 - 17:37
13 Dec 2012 - 17:37

 کابل (پژواک ٢٣ ليندۍ٩١):په کابل ښار کې د تيرې پنجشنبې په پرتله د اوبلن ګاز او لرګيو بيې لوړې شوې دي، خو د تيلو او ايراني سره زرو په بيو کې ټيټوالى راغلى دى.

دکابل ښار د تايمني واټ د اتم سړک يوه ګاز پلورونکي محمد کريم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تيرې پنجشنبې په پرتله د يو کيلو اوبلن ګاز بيه له ٦٣ افغانيو څخه ٦٥ افغانيو ته لوړه شوې ده.

 همدارنګه د دشت برچي بازار يوه لرګي پلورونکي حاجي سلطان وويل، چې له يوې اونۍ راهيسې د يو خروار بې پوسته بلوط لرګيو بيه له ٧٤٠٠  افغانيو څخه ٧٥٠٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

 هغه وويل، چې د ارچې لرګيو په بيه کې کوم بدلون نه دى راغلى او د تيرې پنجشنبې په شان د يو  خروار ارچې لرګيو بيه ٦٨٠٠ افغانۍ ده.

خو د نفتي توکو بيې را ټيټې شوې دي.

 د کابل ښار د وزير اباد د تېلو ټانک يوه څښتن عبدالحکيم وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يو ليتر ډيزل او پټرول تيلو بيو کې دوه افغانۍ کموالى راغلى دى.

د سرچينې دمعلوماتو له مخې، نن د يو ليتر ډيزل تېلو بيه ٦١ افغانۍ او د يو لېتر پټرول تېلو بيه ٥٦  افغانۍ ده .

د لومړنيو خوراکي توکو بيو کې بدلون نه ښکاري.

 د کابل ښار د خوراکي توکو د سودا ګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل،چې نن د تيرې پنجشنبې په شان د٥٠ کيلو پاکستاني اوړو پلور بيه  ١١٠٠ افغانۍ ، د لومړۍ درجه ٥٠ کيلو پاکستانيو وريجو بيه ٣٢٠٠ افغانۍ او پنځوس کيلو پاکستانۍ بوره په ١٨٥٠ افغانۍ ده.

 دهغه په وينا، نن د تيرې پنجشنبې په څېر د يوه کوتي پنځه لېتره مومن غوړيو بيه ٤٢٠ افغانۍ، ديو کيلو تور افريقايي چاى بيه ٢٠٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٧٥ افغانۍ پلوري.  

 په کابل ښار کې د لومړنيو خوراکي توکو عمده پرچون بيې له عمده پلور بيو څخه ډير توپير لري، خو په ځينو برخو کې کم توپير ليدل کيږي. 

د کابل ښار د کارته سه د خوراکي توکو يو پلورونکى خان علي وايي، چې نن پنځوس کيلو پاکستانۍ بوره په٢٢٥٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکستاني اوړه په ١١٣٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکستانۍ سېله وريجې په ٣٨٠٠ افغانۍ، د پنځه کيلو مومن غوړيو بيه ٤٦٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٨٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ پلوري.

 د تيرې اونۍ په پرتله د سرو زرو بيو کې بدلون راغلى.

  د کابل ښار د مريم لېسې بازار د سرو زرو يوه پلورونکي عبدالبصير وويل، چې نن د تيرې پنجشنبې په شان د يو ګرام عربي سروزرو بيه ٢٤٥٠ افغانۍ ده او د يو ګرام ايراني سرو زرو بيه له ٢٢٠٠ افغانيو څخه ٢١٠٠ افغانۍ ته راټيټه شوې ده.

د کابل ښار د شهزاده سراى د يوه صراف احمد شاه د معلوماتو له مخې، نن ديوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥٢،٤٥ افغانۍ او د زرو پاکستاني کلدارو بيه ٥٤٠ افغانۍ ده.

تېره اونۍ ديوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥١،٥٨ افغانۍ او د زرو پاکستانيو کلدارو اخيستو بيه ٥٣٧ افغانۍ وه.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version