ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تيلو او ګاز بيې راټيټې شوې دي

27 Dec 2012 - 14:29
27 Dec 2012 - 14:29

 کابل ( پژواک ٧ مرغومى ٩١): نن په کابل ښار کې د تيرې پنجشنبې په پرتله د اوبلن ګاز، ډيزل او پټرول تيلو بيې راټيټې شوې دي.

د کابل ښار د وزير اباد د تېلو ټانک يوه څښتن عبدالحکيم پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن د تېرې پنجشنبې په پرتله د يو ليتر ډيزل تيلو بيه له ٦١ افغانۍ څخه ٦٠ افغانيو ته او د ليتر پټرول تيلو بيه له ٥٦ افغانۍ څخه ٥٥ افغانيو ته را ټيټه شوې دي.

د کابل ښار د تايمني واټ د اووم سړک يو ګاز پلورونکى احمد جاويد وايي، نن د تيرې پنجشنبې په پرتله د يو کيلو اوبلن ګاز بيه له ٦٥ افغانيو څخه ٦٢ افغانيو ته را ټيټه شوې ده.

د هغه په وينا، له دې وړاندې توريدي شرکتونو په عمده توګه يو کيلو اوبلن ګاز په ٦٠ افغانۍ، خو اوس يو کيلو ګاز په ٥٦ افغانۍ پلوري.

دا په داسې حال کې ده، چې شل ورځې وړاندې د کابل ښار په مختلفو سيمو کې يو کيلو اوبلن ګاز شاو خوا تر ٧٥ افغانيو پورې پلورل کيده، خو د نفتي توکو د کنټرول رياست له مداخلې وروسته، بيرته د نفتو بيې را ټيټې شوې.

د تيرې پنجشنبې په پرتله د لرګيو بيو بدلون نه دى موندلى.

د دشت برچي بازار يوه لرګي پلورونکي حاجي سلطان وويل، چې له يوې اونۍ راهيسې د يو خروار بې پوسته بلوط لرګيو بيه ٧٥٠٠  افغانۍ او د يو خروار ارچې لرګيو بيه ٦٨٠٠ افغانۍ ده.

لومړني خوراکي توکي هم له کوم بدلون پرته په خپل حال پاتې دي.

 د کابل ښار د خوراکي توکو د سودا ګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل،چې نن د تيرې پنجشنبې په شان د٥٠ کيلو پاکستاني اوړو پلور بيه  ١١٠٠ افغانۍ ، د لومړۍ درجه ٥٠ کيلو پاکستانيو وريجو بيه ٣٢٠٠ افغانۍ او پنځوس کيلو پاکستانۍ بوره په ١٨٥٠ افغانۍ پلورل کيږي.

دهغه په وينا، نن د تيرې پنجشنبې په څېر د يو کوتى پنځه لېتره مومن غوړيو بيه ٤٢٠ افغانۍ، ديو کيلو تور افريقايي چاى بيه ٢٠٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ١٧٥ افغانۍ پلوري.  

د کابل ښار د تايمني نهم سړک د خوراکي توکو يو پلورونکى امير محمد وايي، چې نن پنځوس کيلو پاکستانۍ بوره په٢٢٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکستاني اوړه په ١٣٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلو پاکستانۍ سېله وريجې په ٣٧٠٠ افغانۍ، د پنځه کيلو مومن غوړيو بيه ٤٨٠ افغانۍ، يو کيلو تور افريقايي چاى په ٢٦٠ افغانۍ او يو کيلو شين اندونيزيايي چاى په ٢٠٠ افغانۍ پلوري.

د کابل ښار د مريم ليسې بازار د سروزرو يو پلورونکى عبدالبصير وايي، چې نن د تيرې پنجشنبې په څېر د يو ګرام عربي سروزرو بيه ٢٣٥٠ افغانۍ او د يو ګرام ايراني سروزرو بيه ١٩٥٠ افغانۍ ده.

 د کابل ښار د شهزاده سراى د يوه صراف احمد شاه د معلوماتو له مخې، نن ديوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥٢،٤٥ افغانۍ او د زرو پاکستانيو کلدارو بيه ٥٣٤ افغانۍ ده.

 تېره اونۍ د يوه امريکايي ډالر د اخيستو بيه ٥٢،٢٠ افغانۍ او د زرو پاکستانيو کلدارو اخيستو بيه ٥٣٧ افغانۍ وه.

Views: 20

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version