جلال اباد (پژواک ۶ کب ۹۱): په جلال اباد ښار کې د ملي امنيت د ښاري حوزې پر ودانۍ د موټر په وسيله ځانمرګى بريد شوى، چې له امله يې د ملي امنيت پنځو کار کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر معصوم خان هاشمي د کب په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار شاوخوا اوه بجې وشوه.
هغه زياته کړه، چې ځانمرګي بريد کوونکي له چاودېدونکو توکو ډک خپل سراچه موټر د ملي امنيت د يادې ادارې له ودانۍ سره جنګولى دى.
د ملي امنيت يوې سرچينې، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک اژانس ته وويل، چې ځانمرګي بريد کوونکي لومړى د ملي امنيت د ښاري حوزې د ودانۍ له نظام قرول سره خپل موټر جنګولى او له دغه ځاى څخه له تېرېدو وروسته يې بيا چاودنه کړې ده.
سرچينې زياته کړه، چې په دې پېښه کې د ملي امنيت دوه کار کوونکي وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
عيني شاهدان وايي، چاودنه ډېره زروره وه، چې له امله يې د ملي امنيت د يادې ودانۍ يوه برخه ړنګه شوې او نږدې يو جومات هم څه ناڅه زيانمن شوى دى.
د حاجي کبير په نوم يوه عيني شاهد پژواک اژانس ته وويل، چې يو سراچه موټر د ملي امنيت ودانۍ لوري ته ولاړ او لږه شېبه وروسته زوروره چاودنه رامنځته شوه.
د ننګرهار د ملکي روغتون سرچينې وايي، چې دوه مړي او درې ټپيان ور وړل شوي، خو د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه يې څه ونه يل.
وسلوالو طالبانو د دغه بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه بريد کې د ملي امنيت ١٢ سرتېري وژل شوي او ودانۍ يې ړنګه شوې ده.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن