کابل ( پژواک ٧ کب ٩١ ): د ولسمشر په مشرۍ د وزيرانو شورا په غونډه کې د بهرنيو چارو وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې له ايراني چارواکو سره په دغه هېواد کې د افغانانو د اعدامونو د لړۍ د مخنيوي او ددې ستونزې په هواري خبرې اترې وکړي.
وزيرانو شورا دغه پرېکړه وروسته له هغه وکړه، چې د تخار ولايت يو شمېر اوسېدونکي په ايران کې اعدام شوي او مړي يې څو ورځې مخکې دغه ولايت ته راوړل شوي دي.
دغه راز د خپاره شويو راپورونو له مخې، په ايران کې اوس هم سلګونه افغانان په اعدام او عمري قيد محکوم شوي دي.
د چارو د ادارې لخوا د کب په ٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې د وزيرانو شورا په نننۍ غونډه کې په ايران کې د ا فغانانو د اعدام موضوع وڅېړل شوه.
سرچينې زياته کړې، د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د وزيرانو شورا د بهرنيو چارو وزارت او د جمهوري رياست د ملي امنيت سلاکار ته دنده وسپارل شوه، چې په ايران کې د شپـږو تنو افغانانو د اعدامولو او په دغه هېواد کې دنورو بندي او په اعدام د محکوم شويو افغانانو موضوع له ايراني چارواکيو سره مطرح او د هواري لپاره يې هڅې وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي ، چې د وزيرانو شورا په غونډه کې د بهرنيو هېوادونو د کېدونکو مرستو په اړه هم بحث وشو او د بهرنيو چارو وزارت او ماليې وزارتونو ته دنده وسپارل شوه، څو د مرستو موضوع له ډونر هېوادونو سره مطرح کړي.
سرچينې زياته کړې، چې د وزيرانوشورا په ټينګار سره وويل ، چې دغه مرستې بايد د هېواد ملي حاکميت په نظر کې نيولو او د نړيوالو کنفرانسونو له پرېکړو سره سم دافغانستان ددولت د بوديجې له لارې ولګول شي.
د وزيرانو شورا ټول دولتي ارګانونه موظف کړي، چې د بهرنيو مرستو د جلب او جذب پر مهال د ماليې وزارت په جريان کې کړي او نېغ په نېغه د مرستو له ترلاسه کولو ډډه وکړي.
د وزيرانو شورا په غونډه کې د کابل پوهتون د ژبو او ادبياتو په څانګه کې په پښتو او دري ژبو کې ددوکتورا د برنامو دپيلولو هرکلى وشو او اړونده وزارت ته يې دنده وسپارله، چې په دې اړه نوي تحقيقي او اکاډميکې برنامې په لاره واچوي.
په همدې موخه د وزيرانو شورا اړوندو وزارتونو او ارګانونو ت دنده وسپارله، چې د هېواد ملي او اصلي لهجې په نظر کې ونيسي او د سمعي او بصري رسنيو په خپرونو کې د پرديو د لهجو له کارولو دې ډډه وشي.
د وزيرانو شورا په دې غونډه کې د ولايتي بيارغونو ډلو د انحلال موضوع هم مطرح شوه او سيمه ييزو ارګانونو ته دنده وسپارل شوه، چې د ٤٥ مې ګڼې فرمان په اساس د اړوندو وزارتونو په همکارۍ په دې موضوع کار وکړي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن