هرات ښار ( پژواک ٧ کب ٩١ ) : په هرات ولايت امنيتي چارواکو او منسوبينو يې ددغه ښار د پاکولو حشر ترسره کړ .
دغه حشر نن د کب په ٧مه، د هرات ښار فرهنګ له څلور لاري څخه د خځلو د پاکولو په موخه ترسره او له ښاريانو وغوښتل شول، چې د ښار په پاکولو کې ونډه واخلي.
د هرات امنيه قوماندان مل پاسول رحمت الله ساپي د ښار د مرکزي واټ ترڅنګ د ويالو د پاکولو پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل ،چې پوليس هم د دغې ټولنې استوګن او د ښار د امنيت ترڅنګ خپلو خلکو سره د چاپيريال د پاک ساتلو مکلفيت هم لري.
په دغه حشر کې د پوليسو په منسوبينو سربيره د هرات د ملکي او نورو نظامي ادارو مشران او لسګونه مامورين حاضر وو .
د هرات د اوومې ناحيې يو تن اوسېدونکي غلام فارق پژواک ته وويل چې که څه هم د چارواکو دغه ډول کار تر عملي کاره زيات تبليغاتي بڼه لري، خو بياهم يو نېک اقدام دى .
هغه زياته کړه :«ښايي نننى تبليغاتي کار د سبا د ښار پاک ساتلو په ريښتني فرهنګ واوړي.»
د هرات د والي وياند محي الدين نوري د ښارد پاکولو د کمپاين برخوال و، ده پژواک ته وويل چې له دې کار سره نور ښاريان هم هڅول کېږي، چې د خپل ښار په پاک ساتلو کې ونډه واخلي.
پوليسو او ښاريانو له نوي ښاره بيا تر خواجه صاحب سيمې پورې تر ۷ کيلومتره زيات واټونه او ويالې پاکې کړې.
د والي وياند وويل ، چې تر دې وروسته به هره اونۍ يا مياشت کې د ښار د پاکولو عمومي حشر کوي.
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن