هرات ښار (پژواک ٨ کب ٩١): د ملي اردو چارواکي وايي، چې په فراه کې يې د يوه صراف د تښتونې په تور د ملي اردو پنځه منسوبين په بند محکوم کړي دي.
په لوېديځ زون کې د ۲۰۷ ظفر قول اردو د مطبوعاتو مسوول ډګروال نجيب الله نجيبي د کب په ٨ مه پژواک اژانس ته وويل، چې محکمه نظامي وه او د ملي اردو پنځه تنو منسوبينو ته، چې دوه يې افسران او درې يې سرتېري دي، د بند سزا واورول شوه.
د هغه په وينا، دغو منسوبينو د روان کال په لړم مياشت کې په فراه ولايت کې له وسلې او حکومتي دندې په ناوړه ګټې اخيستنې د عبدالخالق په نوم يو صراف تښتولى و.
نوموړي زياته کړه، چې تښتول شوى صراف هماغه مهال د کشفي ادارو په مرسته خوشې شو او تورن ونيول شول.
نجيبي وويل، د محکمې مشري د ۲۰۷ ظفر قول اردو د لومړنۍ محمکې رييس بريد جنرال عبدالواسع کوله، چې تورنو کسانو ته يې د ١٥ – ١٥ کاله بند سزا واوروله.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن