کندهار (پژواک ٩ کب ٩١): په کندهار پوهنتون کې نن )د کب ٩مه( د دوو لويو ودانيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې، چې يوه يې د هېواد په کچه د يو لوى کتابتون او بله يې د ژورناليزم پوهنځي د مېډيا سنټر ده.
د همدې لپاره د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عبيدالله عبيد کندهار ولايت ته سفر کړى و او د کندهار له والي سره يو ځاى يې د دغو ودانيو کار پيل کړ.
ډاکټر عبيد د دغو ودانيو د کار د پيل پر مهال وويل، چې د کتابتون د جوړولو لپاره ورسره د امريکا نظامي ځواکونو ٣،٥ ميليونه ډالر او د ژورناليزم پوهنځي د مېډيا سنټر لپاره د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې يو ميليون ډالر مرسته کړې ده.
هغه زياته کړه، دغه ودانۍ به د يوه کال په موده کې د ټولو اسانتياوو په لرلو سره په پاخه او بسټيزه توګه جوړې شي.
وزير خبر ورکړ، چې په راتلونکي کال کې به د درېيو ميليونو امريکايي ډالرو په ارزښت په کندهار پوهنتون کې ځينې نورې د اړتيا وړ ودانۍ او درسي خونې هم جوړې شي، چې د دغو پروژو لګښت د لوړو زده کړو د وزارت له پرمختيايي بوديجې څخه ورکول کېږي.
نوموړي زياته کړه، چې په راتلونکي ١٣٩٢ کال کې به د هېواد په کچه د کرنۍ او مالدارۍ لومړنى پوهنتون هم په کندهار ولايت کې جوړ شي، چې د لګښت چارې يې هندوستان پر غاړه اخيستې دي.
دغه پوهنتون، د کندهار ښار په ترنک فارم سيمه کې په شا و خوا ٥ زره جريبه ځمکه کې جوړېږي.
په دې لړ کې د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا هم خبرې وکړې او ويې ويل، چې په دغه ولايت کې د پخوا په پرتله امنيت ډاډمن شوى او اوسمهال ډېره پاملرنه بنسټيزو تاسيساتو او علمي خدمتونو ته اړول شوې ده.
هغه زياته کړه، په کندهار کې به د کرنې د پوهنتون ترڅنګ د هېواد په کچه يو لوى اسلامي پوهنتون هم جوړ شي.
د ده په وينا، د دغه اسلامي پوهنتون د جوړولو پرېکړه د مصر په کنفرانس کې شوې، چې د دغه هېواد د الازهر نړيوال پوهنتون د يوې څانګې په توګه به فعاليت کوي.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن