کابل (پژواک ٢٣ کب ٩١): باوري سرچينې وايي، چې مولوي عطاء الله لودين د لوى څارنوال او فضل احمد معنوي د سترې محکمې د رييس په توګه وړانديز شوي دي.
ارګ او حزب اسلامي ته نږدې يوې سرچينې د کب په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پرون ټوله ورځ پر دې موضوع په ارګ کې خبرې روانې وې.
سرچينې زياته کړې، چې ولسمشر حامد کرزي لومړى مولوي عطاء الله لودين د ټاکنو د خپلواک کمېسيون رياست لپاره وړانديز کړى و، خو د مولوي لودين له خوا دغه پوست رد شو.
يادې سرچينې وويل، وروسته ولسمشر حامد کرزي د هېواد د لوى څارنوال په توګه مولوي عطاء الله لودين ته وړانديز وکړ، چې د هغه له خوا ومنل شو، خو تر اوسه رسمي او وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
دغه راز سرچينې زياته کړه، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون اوسنى رييس مولوي فضل احمد د سترې محکمې د رياست لپاره وړانديز شوى، خو په ارګ کې ځينې کړۍ له دغه کار سره مخالفت لري.
د سرچينې په باور، کېداى شي نن او يا هم په نږدې ورځو کې په دې اړه ولسمشر کرزى وروستۍ پرېکړه وکړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن