جلال اباد ( پژواک ۲۵ کب ۹۱) د کابل – جلال اباد لویه لار د لغمان اړوند د درونټې د تونل په دوه سوه مترۍ کې د غره د ښوېیدو له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
د لغمان د والي ویاند سرحدي ځواک د کب په ۲۵مه، پژواک خبري اژانس ته وویل ، چې له سختو بارانونو وروسته تیره شپه لس بجې د لغمان ولایت په اړونده سیمه کې د درونټې د تونل په دوه سوه مترۍ کې د کابل لور ته د غره د ښوېيدو له امله د کابل-جلال اباد لویه لاره په بشپړه توګه د ترافیکو پر مخ تړل شوې ده.
خو هغه زیاته کړه ، واړه موټرکولی شي، چې د قرغیو ولسوالۍ له بای پاس سړک څخه په ګټې اخیستنې چې درونټه او سرخکان سره نښلوي تګ راتګ وکړي.
ځواک وایي ، چې اوسمهال په سیمه کې د لغمان د فواید عامې امریت، د ننګرهار د فواید ریاست او د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د څلورم حمایوي کنډک منسوبین په کار بوخت دي، تر څو لاره د ترافیکو پر مخ خلاصه کړي، خو د را پرېوتي غره د حجم زیاتوالی،د لویو تیږو شتون او د کافي وسایلو نشتوالی هغه څه دي ، چې د کار د چټکتیا مخه یې نیولې ده.
د لغمان والي ډاکتر فضل الله مجددي ټولو اړونده ارګانونو ته سپارښتنه کړې، چې ژر تر ژره دې د لارې د خلاصون په برخه کې خپل کارونه چټک کړي، تر څو مسافر د لارې په اوږدو کې له ستونزو سره مخ نه شي.
خو د لغمان د فواید عامې امر وایي، چې دوی په هڅه کې دي ، چې تر ماښامه پورې لاره د ترافیکو پر مخ پرانیزي.
د سړک د بندېدو له امله دواړو لوریو ته سلګونه موټر ولاړ دي او مسافرین یې هم له سختو ستونزو سره مخ دي.
د فیض الله په نامه د لوګر ولایت یو تن اوسیدونکي ، چې په یاده سیمه کې بند پاتې دی، پژواک اژانس ته وویل ، چې دی غواړي خپل ناروغ د پيښور ښار ته ولیږدوي، خو دسړک بندوالي له امله یې د ناروغ وضعیت خراب شوی دی.
هغه له اړوندو مسوولینو وغوښتل، چې ژر تر ژره دې د لارې د خلاصولو هڅې وکړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن