ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار د علماوو شورا د نوروز نمانځنه د افغانانو لرغونى دود او مسلم حق ګڼي

د کندهار د علماوو شورا د نوروز نمانځنه د افغانانو لرغونى دود او مسلم حق ګڼي

author avatar
19 Mar 2013 - 16:30
د کندهار د علماوو شورا د نوروز نمانځنه د افغانانو لرغونى دود او مسلم حق ګڼي
author avatar
19 Mar 2013 - 16:30

کندهار ( پژواک ٢٩ کب ٩١ ) : په کندهار کې د علماوو د ملي يووالي شورا د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د نوروز نمانځنه د افغانانو لرغونى دود او مسلم حق ګڼي او وايي، ځينې کړۍ دې دغه کولتوري دود ته مذهبي صبغه نه لټوي.

د علماوو د ملي يووالي د شورا له لوري پژواک خبري اژانس په رالېږل شوې دغې خبرپاڼه کې راغلي، چې نوى کال (نوروز) د بزګر د مېلې او د ښوونيز کال د پيل په توګه نمانځل کېږي.

د خبرپاڼې په حواله، د افغانستان خلک په دغه ورځ د سوړ ژمي د پاى ته رسېدو او د پسرلي د موسم په راتلو خپله خوښي څرګندوي، دغې ورځې ته د يوې تاريخي او کولتوري ورځې په توګه ګوري او هيڅکله ديني او مذهبي رنګ نه ورکوي.

ديني عالمانو څرګنده کړې: “په خواشينۍ سره، چې ځينې کړۍ د افغانانو ښادي د ځان غم بولي او نه غواړي، چې افغانان خپلې لرغونې او تاريخي ورځې په خوښۍ سره ونمانځي، نو په همدې موخه هڅه کوي، افغانان په تيارو کې وساتي. زموږ کولتور، فرهنګ او ملي هويت کم رنګه کړي.”

په خبرپاڼه کې ويل شوي: “د افغانستان د علماوو د ملي يووالي شورا په يوه اتفاق د نوروز د جشن نمانځل د افغانانانو لرغونى دود او مسلم حق ګڼي او هغه څوک، چې د دې ورځې نمانځنه حرامه او ناروا بولي او دې ورځې ته ديني صبغه ورکوي، ورنه غوښتنه کوو، چې نور دې د افغانانو کولتوري، فرهنګي او لرغونېورځې نه بې ارزښته کوي او په دې کړنې سره دې د دښمن ژرندې ته اوبه نه اچوي.”

د افغانستان د علماوو د ملي يووالي شورا دغه خبرپاڼه داسې مهال خپروي، چې د نوي ١٣٩٢ لمريز کال د لومړۍ ورځې نمانځلو ته يوه ورځ پاتې ده.

ګڼ شمېر ديني عالمان د نوروز نمانځل ناروا ځکه ګڼي ، چې دا له زردشتيانو او بوديانو سره مشابهت راځي، ځکه چې هغوى دا ورځ د مذهب له پلوه نمانځي.

دا عالمان غوښتنه کوي، چې دغه ورځ بايد په خوښيو  و نه نمانځل شي.

ديني عالم او د مذهبي چارو کارپوهه محمد حسن حقيار وايي ، چې د نوروز نمانځل  دوه بعده لري، مذهبي او کولتوري عنعنوي.

هغه زياته کړه، چې په اسلام کې د خوښيو لپاره دوه اخترونه دي، لوى او کوچنى اختر ددرېيم اختر ګنجايش نشته.

حقيار وايي، چې زردشتيان او بوديان دا ورځ په مذهبي توګه نمانځي او که چېرې دلته څوک دا په مذهبي توګه نمانځي، نو له دوى سره مشابهت راځي او دا ناروا دى.

خو نوموړي زياته کړه ،چې که دا ورځ د نوي کال او پسرلي راتګ لپاره ونمانځي او  خوښي وکړي، نو هېڅ باک نه لري.

Views: 118

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.