ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عالمان د نوروز نمانځې په اړه اختلاف لري

19 Mar 2013 - 11:57
19 Mar 2013 - 11:57

کابل (پژواک ٢٩کب ٩١): په داسې حال کې چې خلک د نوي کال لپاره چمتووالى نيسي، ديني عالمان د دې ورځې نمانځنې په اړه مخالف نظرونه لري.

يو شمېر عالمان وايي، که چېرې نوى کال د خلکو له خوا د يوه دود او رسم له مخې په دې شرط ونمانځل شي،  چې اخلاقي اصول په کې رعايت  او اسلامي قواعد په کې په نظر کې ونيول شي، نو تحريم يې کوم شرعي دليل نه لري، خو يو شمېر نور بيا د دې ورځې (نوروز) نمانځل تر هر نامه لاندې حرام بولي.

د نوروز مېله او د بزګر جشن  د افغانانو له ځانګړو دودونو شمېرل کېږي، چې لرغونې مخينه لري او د لمريز کال لومړۍ ورځ له افغانستان سربېره د تاجکستان او ايران په ګډون د سيمې په هېوادونو کې هم نمانځل کېږي.

کورنۍ له نوروز نه دوې ورځې وړاندې کورونه څنډ وهي، نور شيان ورته اخلي او د خپل مالي توان له مخې د نوي کال په شپه د خپلو جونګړو لپاره ((هفت مېوه، سبزي چلو، هفت سين)) چمتو کوي.

د نوو جامو ګنډل، د پېغلو نجونو له خوا د لاسونو او پښو سره کول، د ناروغانو پوښتنه، د خپلو دوستانو او خپلوانو ليدنه، زيارتونو او مېله ځايونو ته تګ له پخوا نه تر اوسه پورې د خلکو په منځ کې دود او خلک د دغو رسمونو او دودونو لپاره پابند دي.

حضرت علي (رض) ته د منسوب زيارت پر سر د جنډې اوچتولو مراسم هر کال د ګڼو هېوادوالو، د مزارشريف د اوسېدونکو او دولتي چارواکو په ګډون د بلخ په مرکز مزارشريف کې ترسره کېږي.

لکه څرنګه چې هر وخت د نوروز نمانځنې په اړه هر وخت د نظر اختلافات د دينې عالمانو په منځ کې موجود دى او په عامه ذهنونو کې  يې د شرعي جواز او نه جواز په اړه پوښتنې ګرځي، خو ډېرى په دې عقيده دي، هر کله چې دغه ورځ د زردشتيانو د مذهب، دين، مذهب او عقيدې په اساس تقليد شي، نو د مسلمانانو لپاره جواز نه لري.

خو دينی عالم ډاکتر اياز نيازى وايي، هر کله چې د يوې ټولنې دودونه د تقليد او عرف په توګه منل شوي وي او مسلمانان يې د دين، عقيدې او مذهب پر بنسټ ونمانځي، په هېڅ صورت جواز نه لري.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې د رسم او دود په بڼه نمانځنه په دې شرط، چې اخلاقي اصول او اسلامي قواعد په کې په نظر کې ونيول شي، کوم ممانعت نه لري.

دغه ديني عالم زياته کړه: “بايد د مذهبي او دوديزې نمانځنې تفکيک وشي، که د پسرلي نمانځنه د کال لومړۍ ورځ ده، خو لکه څرنګه چې رخصتي کېږي او خلک له خپلو کورنيو سره د طبيعت او پارک نندارو ته ځي، زما په فکر د همدغه اړخ حرام ګڼل کوم شرعي دليل نه لري.”

هغه زياته کړه، چې ډېرى عالمان د نوروز کلمې له کارولو سره مخالفت څرګندوي؛ ځکه نوروز د زردشتيانو په مذهب کې د نمانځنې يوه ورځ وه.

ډاکټر نيازى وويل: “خلک د نوي لمريز کال او پسرلي نمانځنه کوي، که موږ د نوروز کلمه په کې داخله کړو، نو عالمان فکر کوي، چې نوروز د زردشت په مذهب کې هم نمانځل کېدله، دغه ورځ د مسلمانانو لپاره تر همدغه نامه لاندې سمه نه ده.”

بلخوا د وزيرانو عالي شورا تېره ورځ د کب د ٢٨مې په ناسته کې د دې ورځې په نمانځلو او امنيت ټينګار وکړ.

دې شورا د ١٣٩٢ لمريز کال په را رسېدو د مبارکۍ ويلو ترڅنګ کورنيو چارو، دفاع وزارت او ملي امنيت ته دستور ورکړى، چې د نوروز مراسم دې په ټول هېواد کې ونيول شي.

 په ورته وخت کې شعيه عالم دوکتور حسين جعفري وايي، نوروز د خلکو د يوه ملي او دوديز جشن په توګه قبول شوى دى، خو دغه ورځ د شريعت له نظره د مسلمانانو اختر نه ګڼل کېږي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې خلک د خپلو دودونو له مخې په دې ورځ د ناروغانو پوښتنې، د لويانو، ديندارو او عالمانو زيارتونو ته ځي، له بې وزلو سره مرسته کوي او د نوي کال په راتلو د پسرلي او طبيعت نمانځنه کوي.”

جعفري زياته کړه: “ځمکه د خوب او جمود له حالته را پاڅېږي، د ځمکې يخونه ويلې کېږي، طبيعت زرغون او هوا ښکلې کېږي، په دغه نيت د نوي لمريز کال نمانځنه هېڅ کوم شرعي ايراد نه لري.”

هغه زياته کړه، چې حضرت علي کرم الله وجهه ته پر منسوب زيارت د جنډې اوچتولو پر وخت خلک په دعاوو او د قران کريم په تلاوت سره د ځان او نورو په حق کې د خداى تعالى دربار ته دعا کوي.

د دغه ديني عالم په وينا، له څه سره چې دين مخالفت دى، د خرافاتو ترسره کول دي، هر مسلمان بايد په ژوند کې ترې ډډه وکړي.

خو يو شمېر نور عالمان بيا د کال د لومړۍ ورځې نمانځنه د اسلام له نظره  حرامه ګڼي.

يوه ديني عالم مولوي شمس الرحمن فروتن وايي، چې لمر لمانځو به په نوروز او د تلې مياشتې په لومړۍ نېټه جشن او د نڅا مراسم جوړول، نو د دې ورځې نمانځنه د هغوى پيروى ده.

هغه پژواک ته وويل: “که د اوبو هوا او اقليم بدلون وي او يا هم په بل نامه، شريعت د دې ورځ نمانځنه منعه کړې، د پسرلي د لومړۍ ورځې، يا دورې په لومړۍ نېټه د بزګر ورځ جواز نه لري، کېداى شي چې په دويمه يا درېيمه ورځ ونمانځل شي.”

مولوي فروتن همدارنګه په نوروز کې د جنډې اوچتولو مراسم او په هغو کې ګډون د اسلام له نظره ناروا وباله او زياته يې کړه، چې د  دا ډول عبادتونو لپاره په قران کريم او د پيغمبر صلى الله عليه وسلم په احاديثو کې کوم دليل نه شته او د دا ډول عملونو ترسره کېدل يو ډول خرافات ګڼل کېږي.

همدرانګه د کابل د يو شمېر جوماتونو امامانو د تېرې جمعې په خطبو کې د نوروز نمانځه بدعت وګاڼه او کورنيو ته يې سپارښتنه وکړه، چې د خپلو کورونيو غړي (ښځې او نجونې) دې له کورنيو بهر او له دغه بدعت نه پيروي ته پرې نه ږدي.

دا په داسې حال کې ده، چې د نوروز نړيوال کنفرانس د ١٣٩١ لمريز کال د وري په شپږمه  د افغانستان، ايران، تاجکستان او پاکستان د ولسمشرانو په  ګډون د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې ترسره شو او ګډونوالو د نوروز جشن د سيمې هېوادونو ترمنځ يوه تلپاتې او ګډه کلتوري ښکارنده وبلله.

د تاجکستان ولسمشر امام علي رحمان په دغه کنفرانس کې اعلان وکړ: “زموږ د هېوادونو په هڅو د نوروز جشن د ملګرو ملتونو سازمان له خوا د نړيوال جشن په توګه اعلان شو، اوس موږ ته لازمه ده، چې د نوروز هېر شوي دودونه له سره ژوندي کړو.”

Views: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version