ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشریف کې د نوي کال په مناسبت تر ۴۰ ورځو ورزشي پروګرامونه ترسره کېږي

مزارشریف کې د نوي کال په مناسبت تر ۴۰ ورځو ورزشي پروګرامونه ترسره کېږي

author avatar
21 Mar 2022 - 16:41
مزارشریف کې د نوي کال په مناسبت تر ۴۰ ورځو ورزشي پروګرامونه ترسره کېږي
author avatar
21 Mar 2022 - 16:41

مزارشریف (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د بلخ په مرکز مزارشریف کې د نوروز په ورځو شپو کې یو لړ تفریحي او ورزشي پروګرامونه ترسره کېږي چې د چارواکو په وینا، تر ۴۰ ورځو به دوام ولري.

د بلخ د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر عطا محمد ساهو په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وویل، له کابو یوې اوونۍ راهیسې د نوي کال په مناسبت امنیتي تدابیر نیول شوي او په دې لړ کې ځانګړي امنیتي ځواکونه د ښار په شاوخوا سیمو کې ځای پر ځای شوي دي.

نوموړی زیاتوي، ډېر شمېر خلک د هېواد له بېلابېلو ولایتونو او بهره مزارشریف ښار ته ورغلي او د دغه ولایت له ولسوالیو، غرونو، شنو سیمو او مېله ځایونو لیدنه کوي.

دی وايي، د بلخ د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د دغه ولایت فرهنګي کمېسیون د نوي کال په ورځو او شپو کې په پام کې لري څو بېلابېل تفریحي او ورزشي پرګروامونه جوړ کړي چې له مخې یې نن د نوي کال په لومړۍ ورځ وزلوبه وشوه.

بلخوا د بلخ یو شمېر اوسېدونکي او دغه ولایت ته ورغلي مېلمانه د ا.ا له لوري د نوروز جشن نمانځنې په برخه کې د محدودیتونو او جنډې نه پورته کېدو په غبرګون کې ووايي، د جنډې پورته کول یو کلتوري دود دی او مذهبي اړخ نه لري.

دوی همدار راز وایي چې سږ کال په هېواد کې امنیت شته خو د دې ورځې نمانځل د تېر په څېر رنګین نه دي.

د مزارشریف ښار یو اوسېدونکی احمد شهیر وایي، د جنډې پورته کېدل دلته په بلخ کې له شاوخوا پنځه زره کاله راهیسې دود دی او کوم مذهبي اړخ نه لري.

هغه همدا راز وایي چې هر کال دلته په مزارشریف کې جنډه پورته کېده او دغه ښار ته له بهرنیو هېوادونو او د هېواد له نورو ولایتونو مېلمانه ورتلل خو سږ کال خلک کم ورغلي دي.

عبدالغفور چې له کابل څخه مزارشریف ښار ته د نوروز نمانځنې او جنډې پورته کېدو په تمه تلی، هغه وایي: «جنډه له ډېرو کلونو راهیسې په بلخ کې پورته کېده، د نوي کال لومړۍ ورځ دلته نمانځل کېده، خو سږ کال د ا.ا له لوري پرې بندیز لګېدلی.»

هغه وایي، د نوي کال نمانځل د افغانانو کلتوري او تاریخي دود دی او باید درناوی یې وشي.

میرویس چې له خپلو ملګرو سره له بدخشانه مزارشریف ښار ته تللی، وویل چې د نوروز نمانځل شرعي اړخ نه لري او یوازې د خلکو فرهنګي دود دی.

نوموړی زیاتوي چې سږ کال د نورو کلونو په پرتله امنیتي ستونزې نشته خو د نوروز نمانځنې په برخه کې منفي بدلون راغلی او محدودیتونه شتون لري.

د بلخ بل اوسېدونکی نوراحمد هم د مېلمنو پر کموالي خپه دی او وايي چې که څه هم جنډه مذهبي اړخ نه لري او فرهنګي دود دی، خو سږ کال په بلخ کې پورته نه شوه.

Views: 27

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.