جلال اباد (پژواک ٣ ورى ٩٢): د کابل-جلال اباد لويه لار د لغمان اړوند د درونټې تونل په دوه سوه مترۍ کې د غره ښويېدو له امله يو ځل بيا بنده شوې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وري په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياده لويه نن ماښام شاوخوا شپږ بجې د سختو بارانونو له امله تړل شوې ده.
ده زياته کړه، دوى هڅې پيل کړي، چې لاره خلاصه کړي، خو ښايي دوه ورځې ونيسي.
ياده دې وي، چې دغه لاره اته ورځې وړاندې (د کب په ٢٥مه) هم بنده شوې وه، خو د لغمان او ننګرهار د فوايدعامې او د ملي اردو ځواکونو له خوا تر پرله پسې هلو ځلو وروسته د کب په ٢٧مه، بېرته خلاصه شوه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن