کابل (پژواک ،٣ ورى ٩٢ ) : ولسمشر کرزى به د قطر د امير په بلنه دغه هېواد ته ولاړ شي او له قطري چارواکو سره به د افغانستان د سولې پروسې او د دوه اړخيزه اړيکو د پراختيا په اړه خبرې وکړي.
دغه څرګندونې د ولسمشر وياند ايمل فيضي د وري په ٣مه له پژواک اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وکړې.
فيضي زياته کړه ، چې ولسمشر به په دې رسمي سفر کې د قطر له چارواکو سره د دوه اړخيزو اړيکو د پراختيا او د افغانستان د سولې د پروسې په اړه خبرې وکړي .
د ولسمشر وياند که څه هم ددې سفر د کره نېټې په اړه څه ونه ويل ، خو ويل کيږي ، چې په روانه مياشت کې به تر سره شي.
له تېرو شاوخوا دوو کلونو راهيسې هڅې روانې دي ، چې د سولې د خبرو په موخه په قطر کې وسله والو طالبانو ته دفتر پرانيستل شي .
دغه راز له ډيرې مودې راهيسې افغانستان او قطر پر يوه هوکړه ليک کار کوي ، چې له مخې به يې په قطر کې د افغان دولت او وسله والو مخالفينو ترمنځ د خبرو اترو دفتر جوړ شي .
خو افغان دولت په ټينګار سره ويلي، تر هغه به دا دفتر جوړ نه شي ، چې وسله وال طالبان جګړه وغندي او له افغان دولت سره د نېغو خبرو اعلان وکړي.
طالبانو ويلي ، چې د افغانستان له دولت سره خبرې نه کوي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن