واشنګټن (پژواک ١٧ ورى ٩٢): امريکا وايي، چې افغان ځواکونه اوس ډېر پياوړي شوي او طالبان د دې توان نه لري چې له لاسه وتلې سيمې بېرته ونيسي.
دغه څرګندونې د امريکا د دفاع وزارت وياند جارج لېټل پرون د يوې خبري غونډې پر مهال د خبريالانو د پوښتنو په ځواب کې کړې دي.
هغه زياته کړه، چې افغان ملي ځواکونو تر پخوا هر وخت ډېر پياوړي شوي او د دې وړتيا لري چې له خپل هېواد څخه دفاع وکړي.
خو جارج لېټل دا هم وايي، په يو داسې هېواد کې چېرې چې جګړه روانه وي، دا به د حيرانتيا خبره نه وي چې طالبان به هم خپلو بريدونو ته دوام ورکوي.
نوموړي زياته کړې: ((موږ د افغان ملي ځواکونو د وړتياوو او پرمختګونو په اړه ډاډمن يو، خو د طالبانو له بريدونو ناخبره نه يو او هغوى به په اوړي کې بريدونه زياتوي.))
د امريکا د دفاع وزارت وياند وايي، چې افغانستان په جګړه کې ښکېل هېواد دى، افغان او نړيوال ځواکونه به خپل جګړه ييز ځواک پياوړى کوي.
لېټل وويل، چې افغانانو اوس د عملياتو قومانده په خپل لاس کې اخيستې چې له امله يې د هغوى تلفات هم زيات شوي دي.
خو هغه زياتوي، چې افغان ځواکونه اوس ډېر پياوړي شوي او طالبان د دې وړتيا نه لري چې له لاسه وتلې سيمې بېرته ونيسي.
Views: 4
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن