خوست ښار ( پژواک ٢٤ ورى ٩٢ ) : په خوست ولايت کې ډاکټرانو ته د تخصص پروګرام د يو لړ مراسمو په ترڅ کې پيل شو.
په دې مراسمو کې د خوست والي عبدالجبار نعيمي، دعامې روغتيا رييس، د پوهنتون استادانو او ګڼ شمېر نورو کسانو ګډون کړى وو.
د خوست د عامې روغتيا رييس ډاکټر امير بادشاه رحمت زي منګل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د تخصص په ياد پروګرام کې به په لومړي ځل ۲۱ محصلين،د داخله عمومي،جراحي عمومي،اطفال او نسايي ولادي په برخو کې و روزل شي.
د نوموړي په خبره ، چې په دې پروګرام کې هغه چاته حق ورکول کيږي ، چې( ام ،ډي) ډاکټر وي او تر نورو زياته کاري سابقه ولري.
هغه وويل ، چې په دې پروګرام کې به نه يواځې د خوست، بلکې د ګاونډيو ولايتونو پکتيا او پکتيکا ډاکټران هم لوړې زده کړې کوي.
منګل زياته کړه، چې له دې سره به په سوېل ختيځو ولايتونو کې د متخصصينو شمېر زيات شي، د علاج کيفيت به لوړ او خلکو ته به په وخت ښه خدمتونه وړاندې شي.
د خوست د تخصص په پروګرام کې يو تن محصل ډاکټر ارسلا پر دې خوښي څرګنده کړه، چې په خپل ولايت کې ورته دتخصص زمينه برابره شوه.
هغه پژواک اژانس ته وويل ، چې وړاندې له دې به د خوست ډاکټران اړ وو، چې د تخصص پروګرام په پلازمېنه کابل او يا له هېواده بهر په نورو هېوادونو کې ترسره کړي.
د خوست والي عبدالجبار نعيمي وويل ، چې په دغه ولايت کې د تخصص پيليدل د پرمختګ پر لوري يو ښه ګام دی.
خو نوموړي ددغه پروګرام له مسوولينو وغوښتل ، چې محصلينو ته په معيار پوره زده کړې ورکړي او ټول هغه امکانات ورته برابر کړي ، چې ورته اړتيا ليدل کيږي.
نعيمي له محصلينو هم وغوښتل، چې په خپل وخت زده کړو ته حاضر شي، ترڅو ولسونه د پرديو له احتياج څخه خلاص شي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن