ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات او مزار کې پر دوو ښځو ډله ييز جنسي تيري شوي

په هرات او مزار کې پر دوو ښځو ډله ييز جنسي تيري شوي

author avatar
13 Apr 2013 - 11:50
په هرات او مزار کې پر دوو ښځو ډله ييز جنسي تيري شوي
author avatar
13 Apr 2013 - 11:50

مزار شريف، هرات ښار ( پژواک ٢٤ ورى ٩٢ ) : په هرات او بلخ ولايتونو کې پوليسو ديوه ډاکټر په ګډون څلور تنه پر دوو ښځو د ډله ييز جنسي تېريو په تور  نيولي دي.

د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ جنايي مدير صلاح الدين سلطان د وري په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې پوليسو د ملکي روغتون يو ډاکټر پر يوې ١٦ کلنې نجلۍ د ډله ييز جنسي تيري په تول نيولى دى.

هغه زياته کړه ،چې دغه نجلۍ د سمنګان ولايت اوسېدونکې ده او دوه مياشتې مخکې ددرملنې په موخه د مزار شريف ملکي روغتون ته راغلې وه.

د نوموړي په وينا، دغه ١٦ کلنه نجلۍ پرون بيا مزار شريف ته راغلې او د ملکي روغتون ياد ډاکټر د پخوانۍ اړيکې له مخې، دا نجلۍ د شاديانو دښتې ته د چکر لپاره بيولې او هلته له دوو نورو کسانو سره يې پرې جنسي تېرى کړى.

جنايي مدير وويل ،چې ياد ډاکټر د پوليسو له خوا نيول شوى او د نورو ملګرو د نيولو هڅې يې هم روانې دي.

د مزار شريف د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر نور محمد فيض پژواک اژانس ته وويل ، يوه نجلۍ ، چې پرې جنسي تېرى شوى و، روغتون ته راوړل شوې وه او تر درملنې وروسته دامن کور ته ولېږدول  شوه.

هغه، د نجلۍ روغتيايي حالت د ډاډ وړ وباله.

په شمال کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشر سيد محمد سامع د يادې پېښې د تاييد ترڅنګ له پوليسو وغوښتل ، چې ددې پېښې سمه پلټنه دې وکړي.

ددغه کمېسيون د ښځو د څانګې مسوولې فوزيه نوابي پژواک ته وويل ،چې دا نجلۍ د روضې د زيارت لپاره راغلې وه، چې بيا ددرېيو کسانو له لوري د شاديانو دښتې ته بيول شوې او بيا هلته پرې درېيو کسانو جنسي تېرى کړى دى.

د هغې په وينا، د سيمې اوسېدونکو په دې اړه پوليسو ته خبر ورکړى و او پوليسو بيا دغه نجلۍ روغتون ته يوړله.

د يوه بل خبر له مخې ، په  هرات ولايت کې هم پوليسو پر يوې ښځې د جنسي تېري کولو په تور درې کسان نيولي دي.

د هرات دامنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مرستيال سيد احمد محمدي پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه په غوريان  ولسوالۍ کې رامنځته شوې او پوليسو له پېښې سره د تړاو په تور درې کسان نيولي او اوس ترې پوښتنې روانې دي.

د هرات امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله ساپی وايي ، چې د پنجشنبې په ورځ په زنده جان ولسوالۍ دا ښځه په زور تښتول شوې وه او بيا پرې ډله ييز جنسي تېرى شوى دى.

هغه زياته کړه، چې د دې ښځې روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى.

په هرات کې دبشري حقونو خپلواک کمېسيون رييس غلام قادر رحيمي د پېښې د تاييد ترڅنګ له پوليسو وغوښتل ، چې دا پېښه په دقيقه توګه وڅېړي او تورنو کسانو ته سزا ورکړي. نوموړي زياته کړه ، چې تېر کال ورسره په دې زون کې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تيري لس پېښې ثبت شوې دي.

Views: 9

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.