ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په تخار کې د ښوونځي ١٧ نجونې مسمومې شوې

18 Apr 2013 - 16:11
18 Apr 2013 - 16:11

تالقان (پژواک ٢٩ ورى٩٢): د تخار په مرکز تالقانو ښار کې د بي بي هاجرې د نجونو لېسې ١٧ زده کوونکې مسمومې شوې او ځينې يې د ضعف حالت کې تر روغتونه رسول شوې دي.

د تخار د پوهنې رياست د مطبوعاتو مسوول ګل اغا نظري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د عامې روغتيا او پوهنې رياست چارواکو ويلي، چې زده کوونکو نن سهار خپلو ټولګيو ته د ننوتو پر مهال د ګاز يو ډول بوى تنفس کړى دى.

هغه زياته کړه، چې په دې پېښه کې د يادې لېسې د اتم، يوولسم او دولسم ټولګيو ١٧ زده کوونکې مسمومې شوې دي.

نظري وويل، ځينو زده کوونکو چيغې وهلې او ځينې يې په ضعف حالت کې، چې پښې او لاسونه يې لړزېدل، د پوليسو او پوهنې رياست د کارکوونکو له خوا روغتون ته وړل شوې دي.

د تخار د عامې روغتيا مشر ډاکټر حفيظ الله ساپي وويل، چې تر اوسه روغتون ته ١٦ زده کوونکې ور وړل شوې، چې تر درملنې لاندې  دي او ډېرو يې روغتيايي حالت د ډاډ وړ وښود.

هغه زياته کړه، د طبي معايناتو له مخې، تر اوسه د کوم ډول ګاز، خوړو او څښاک نښه، چې د دوى د مسموميت لامل ګرځېدلى نه دى معلوم شوى، خو بيا هم څېړنه روانه ده.

ساپى وايي، هم مهاله د يادې لېسې مخې ته د موټر ټاير هم چودلى، چې د غږ له امله يې زده کوونکې وېرېدلې دي.

د عامې روغتيا رييس يادونه وکړه، ښايي د تېر کال پېښې هم د زده کوونکو پر روحيې اغېزه کړى وي.

تېر کال د بي بي هاجرې لېسې په ګډون د تخار ولايت د ښوونځيو شاوخوا ٧ سوه زده کوونکي مسموم شول، چې لامل يې د غير صحي اوبو څښل او يو ډول زهرجن ګاز په ګوته شوى وو.  

وروسته بيا پوليسو په دې تور ٢٤ تنه ونيول او ځينو يې پر دې اعتراف وکړ، چې په ښوونځيو کې يې کيمياوي مواد کارولي دي.

د تخار د پوهنې رياست مطبوعاتي مسوول وايي، د بي بي هاجرې ښوونځى، چې  اوسمهال يې د زده کوونکو شمېر شاوخوا زرو تنو ته رسېږي، رخصت اعلان شوى دى.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version