ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پتنګ د ملي امنيت شورا ته د يو شمېر وکيلانو د بې مورده غوښتنو په اړه شکايت وکړ

author avatar
21 Apr 2013 - 20:13
author avatar
21 Apr 2013 - 20:13

کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٢): د ملي امنيت شورا وايي، هېڅ بهرني هېواد ته اجازه نه ورکوو، چې د افغانستان په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې نن (د غويي لومړۍ نېټه) د ولسمشر حامد کرزي په مشرۍ د ملي امنيت شورا د هېواد پر عمومي حالت، ټاکنو، له امريکا سره پر امنيتي تړون او د امنيتي ځواکونو پر اړتياوو بحث وکړ.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، د کورنيو چارو وزير ستر پاسوال غلام مجتبی پتنګ د کورنيو چارو په وزارت کې د چارو د ښه والي په موخه يوه طرحه د ملي امنيت شورا ته وړاندې کړه.

په دغې طرحه کې د ياد وزارت په پروګرامونو کې پر سمون سربېره د هغو ستونزو يادونه شوې، چې د ملي شورا د يو شمېر وکيلانو او سناتورانو د بې مورده او غير قانوني لاسوهنو له امله رامنځته شوي دي.

د کورنيو چارو وزير د ملي شورا د يو شمېر غړو بې مورده غوښتنو او مزاحمتونو ته د اشارې په ترڅ کې ويلي، چې د ۱۳۹۱ لمريز کال د مرغومي له لومړۍ نېټې څخه تر دې مهاله ۳۲ ځلي ولسي جرګې او ۱۴ ځلي مشرانو جرګې ته غوښتل شوی دی.

ده زياته کړې، په تېرو څلورو مياشتو کې د ملي شورا د غړو له خوا ورته ۱۵۲۰۰ عريضې وړاندې شوې دي.

نوموړي د دا ډول حالت دوام د اندېښنې وړ بللى دى.

د سرچينې له مخې، د راتلونکو ټاکنو په اړه د ملي امنيت شورا غونډې په ټينګار سره ويلي: “په هېواد کې د ټاکنو ترسره کېدل يوه داخلي او ملي موضوع ده او هېڅ بهرنی هېواد نه شي کولای زموږ د انتخاباتو مهندسي وکړي.”

په غونډه کې د دې ترڅنګ چې د ازادو، شفافو او عادلانه انتخاباتو په ترسره کېدلو ټينګار شوى، زياته شوې، چې هېڅ بهرني هېواد ته به اجازه ورنه کړل شي، چې د ولسمشرۍ په راتلونکو ټولټاکنو کې لاسوهنه وکړي او يا هم کوم ګاونډي هېواد ته په ټاکنو کې د اعمال نفوذ زمينه برابره کړي.

ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري په ١٦مه، ترسره شي.

د ملي امنيت شورا غونډې څرګنده کړې: “امريکا او د ناټو نور غړي هېوادونه بايد په دې پوه شي، چې د افغانستان له ملت پرته هېڅ بل قوت په افغانستان کې د دوی حضور او د اډو موجوديت نه شي تضمينولی.”

په ياده شورا کې ټينګار شوى، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي تړون بايد د افغانستان د ملت ملاتړ له ځان سره ولري او په هېواد کې د سولې او ثبات ټينګښت او د جنګ بندېدل تضمين کړي.

د ملي امنيت شورا غونډې يو ځل بيا په ډاګه کړې، چې پاکستان او يا هم کوم بل هېواد په افغانستان کې د امريکا د شتون او پايښت ضمانت نه شي کولای.

څلور ورځې وړاندې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو لوى قوماندان جنرال جوزېف ډنفورډ ويلي و، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ امنيتي سند به ښايي په راتلونکو دوو مياشتو کې لاسليک شي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د ملي امنيت شورا پرېکړه وکړه، چې د ملي اردو د پوستو او هغو جزوتامونو د اکمالولو لپاره، چې د هېواد په صعب العبورو سيمو کې موقعيت لري او همداراز د ټپيانو د لېږد په موخه دې د افغانستان له بوديجې څخه يو شمېر ترانسپورتي الوتکې او هليکوپترونه وپېرودل شي او د ملي دفاع وزارت په واک کې دې ورکړل شي.

 

 

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.