ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ځينو وکيلانو يو ځل بيا کورنيو چارو وزارت ته غوښتنليکونه ور وړي

ځينو وکيلانو يو ځل بيا کورنيو چارو وزارت ته غوښتنليکونه ور وړي

author avatar
27 Apr 2013 - 15:12
ځينو وکيلانو يو ځل بيا کورنيو چارو وزارت ته غوښتنليکونه ور وړي
author avatar
27 Apr 2013 - 15:12

کابل (پژواک ٧ غويى ٩٢): د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، د دې جرګې د پرېکړې خلاف د جرګې يو شمېر غړي د کورنيو چارو وزارت ته له غوښتنليکونو سره يو ځاى ورغلي وو.

د ولسي جرګې غړو د غويي په ٤مه پرېکړه وکړه، چې د اعتراض په ډول به د يوې مياشتې لپاره کورنيو چارو وزارت ته نه ورځي او د کورنيو چارو وزير بايد د دوشنبې په ورځ جرګې ته د استجواب لپاره حاضر شي.

ولسي جرګې دغه پرېکړه وروسته له هغه وکړه، چې د کورنيو چارو وزير غلام مجتبى پتنګ درې ورځې وړاندې د ملي امنيت شورا په ناسته کې د ملي شورا د ځينو غړو د بې ځايه غوښتنو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويلي يې وو، چې د تېر کال د مرغومي مياشتې له پيله تر اوسه ٣٢ ځلې ولسي جرګې او ١٤ ځلې مشرانو جرګې ته ورغوښتل شوى دى.

 همدارنګه د کورنيو چارو وزير ويلي وو، چې په تېرو څلورو مياشتو کې يې د ملي شورا د غړو ١٥٢٠٠ غوښتنليکونه ترلاسه کړي چې په دې کې ځينې ناقانونه غوښتنې دي.

د ولسي جرګې په نننۍ غونډه کې د پکتيکا استازي نادرخان کټوازي وويل، چې د جرګې د پرېکړې خلاف د تېرې چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې يو شمېر غړي د کورنيو چارو وزارت ته له غوښتنليکونو سره يو ځاى ورغلي وو.

ده زياته کړه: ((ما ته خبر ورسېد، چې ٢٥٠ عريضي بيا د ولسي جرګې غړو د کورنيو چارو وزارت ته ور وړې دي.))

کټوازي د جرګې له اداري پلاوي غوښتنه وکړه، چې د جرګې د ځينو غړو له خوا د جرګې د پرېکړو د ماتېدو مخه ونيسي.

په ياده جرګه کې د کونړ استازي محمدصالح صالح پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د چهارشنبې په ورځ دى  هم د کورنيو چارو وزارت ته ورغلى و.

هغه زياته کړه، چې د کورنيو چارو وزارت ته يې عريضه نه وه وړې خو د يو بل شخصي کار لپاره ورغلى و.

صالح ټينګار کاوه، چې ده د جرګې له پرېکړې مخالفت نه دى کړى ځکه چې له غوښتنليک پرته دغه وزارت ته تللى دى.

خو هغه وويل، چې ده په دې ورځ د ولسي جرګې ګڼ شمېر نور غړي په کورنيو چارو وزارت کې وليدل، چې له غوښتنليکونه سره يو ځاى دغه وزارت ته ورغلي وو.

د ولسي جرګې دويم مرستيال محمد صالح سلجوقي، چې نننۍ غونډه يې تر مشرۍ لاندې جوړه شوې وه وويل، چې د جرګې غړي بايد د جرګې پرېکړو ته احترام ولري.

ده يو ځل بيا له وکيلانو وغوښتل، چې د ولسي جرګې له پرېکړې سره د کورنيو چارو وزارت ته د يوې مياشتې لپاره ورنه شي.

د کورنيو چارو وزارت وياند غلام صديقي صديقي وزارت ته د جرګې د غړو د ورتګ په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.