لښکرګاه (پژواک ١٠ غويى ٩٢): په هلمندکې د عامه نظم پوليسو د وسله والو طالبانو له لوري د اعلان شوو عملياتو په غبرګون کې شپني عمليات پيل کړي دي.
په لښکرګا کې د عامه نظم د اومې لوا قوماندان سمونوال غلام سخي غفوري د وسله والو لوري اعلان شوي عمليات تش تبليغات وبلل.
نوموړي نن (د غويي ١٠مه) په يوه خبري ناسته کې د وسله والو پر خلاف د شپنيو عملياتو د پيل خبر ورکړ.
غفوري زياته کړه، چې دغه عمليات به له ٤٤٤ ځانګړي امنيتي ځواک سره يو ځاى په څو سيمو کې پيل کړي.
غفوري پژواک اژانس ته وويل، د هلمند په شپږو ولسواليو کې د عامه نظم پوليس د لويو لارو د ساتنې ترڅنګ په بېلابېلو برخو کې امنيتي چارې پر مخ وړي.
هغه زياته کړه، چې ٣٤٠٠ په وسلو او تجهيزاتو سمبال مسلکي پوليس لري.
هغه د کورونو د تلاشۍ پر مهال د ښځينه پوليسو او دغه راز د ماين موندلو او کشف د ډلې نشتوالى د يواځېنۍ ستونزې په توګه يادوي ، خو زياتوي، چې دغه ستونزه به ډېر ژر حل شي.
د عامه نظم د پوليسو مشر زياتوي، چې د وسله والو له لوري اعلان شوي عمليات بې اغېزې دي د ګډوډۍ او نا امنۍ له خپرولو پرته به بله لاسته راوړنه ونه لري.
هغه زياتوي، دوه کنډکه نور پوليس هم په سيمه کې په کار ګوماري، تر څو د فراه او نيمروز ولايتونو امنيت هم خوندي کړي.
عامه نظم په هلمند کې د هغو ولسواليو د لارو امنيت ساتي، چې په دې وروستيو کې له وسله والو پاکې شوې دي.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن