ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ګوشتې په جګړه کې د وژل شوي پوليس د فاتحې په مراسمو کې زرګونو تنو ګډون وکړ

author avatar
4 May 2013 - 19:48
author avatar
4 May 2013 - 19:48

 جلال اباد (پژواک ١٤ غويى ٩٢): د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د ګوشتې په جګړه کې د وژل شوي پوليس د فاتحې په مراسمو کې زرګونو تنو ګډون وکړ.

تېره اونۍ د ننګرهار ولايت د ګوشتې ولسوالۍ په کونڅړۍ سيمه کې د افغانستان او پاکستان پوله ساتو ځواکونو ترمنځ ٧ ساعته جګړه وشوه او په پايله کې يې د افغانستان په خاوره کې د پاکستان له لوري جوړه شوې دروازه د افغان ځواکونو له خوا لرې شوه.

د امنيتي چارواکو په وينا، په دغې جګړه  کې د افغان سرحدي ځواکونو يو تن، چې محمدقاسم نومېده، ووژل شو او څلور نور ټپيان شول.

دغه راز د راپورونو له مخې، په دې جګړه کې ٧ پاکستاني پوځيان وژل شوي او يو شمېر يې ټپيان دي .

د محمدقاسم د فاتحې په مراسمو کې، چې نن (د غويي ١٤مه) د جلال اباد ښار د سولې کاروان په دفتر کې ترسره شول، د ملي شورا او ولايتي شوراګانو د غړو په ګډون د هېواد له بېلابېلو ولايتونو څخه زرګونو تنو په کې ګډون کړى وو.

 په دې مراسمو کې په ولسي جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي عبدالظاهر قدير له دولت، سياسي ګوندونو او مدني ټولنو نه غوښتنه وکړه، چې تر هر څه وړاندې دې پر سرحدي پولو د پاکستانيو پوځيانو پر وړاندې غوڅ دريځ اعلان کړي.

 ده د ګوشتې په سرحدي سيمه کې له پاکستانيو پوځيانو سره په مخامخ جګړه کې د افغان سرحدي پوليس محمدقاسم وژنه د افغانانو لپاره وياړ وباله او پر ولس يې غږ وکړ، چې د ده د ماشومانو د ساتنې او د شهادت د درناوي لپاره دې د مرستو لپاره بانکي حساب پرانېزي.

 د ننګرهار يو شمېر اوسېدونکو د محمدقاسم د فاتحې په نننيو مراسمو کې له افغان دولت څخه غوښتنه وکړه، چې د دغې مسئلې په برخه کې، هغه چارواکي چې ملي خيانت يې کړى دى، محاکمې ته دې راکښل شي.

 بله خوا په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازي محمدنعيم لالي حميدزي، د ګوشتې له سرحدي سيمې ګونڅړۍ څخه تر کتنې وروسته پر افغان چارواکو غږ وکړ، چې د روانې کشالې د حل په موخه دې کوټلي ګامونه پورته کړي، ګنې دوى به پر خپلو ولسونو غږ وکړي، چې وسلې راواخلي او له خپلې خاورې څخه دفاع وکړي.

 لالي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې پر نړيوالې ټولنې، ګاونډي هېواد پاکستان او د افغان دولت پر يو شمېر چارواکو نيوکه وکړه، چې د پولې دواړه غاړو پښتنو د ځپلو په موخه يې يوه ګډه ستونزه رامنځ ته کړې او غواړي چې پښتانه وځپي.

 همداراز د کونړ ولايت يو شمېر اوسېدونکو د محمدقاسم پر مزار د  ګلونو ګېډۍ کېښودې او د ده له کورنۍ سره يې د يوې اندازې پيسو مرسته وکړه.

 د افغانستان او پاکستان تر منځ پر سرحدي کرښه وضعه هغه مهال ترينګلې او کړکېچنه شوه، چې څو شپې وړاندې دوى يو پر بل د ګوشتې په سرحدي سيمه ګونڅړۍ کې د سپکو او درنو وسلو ګوزارونه وکړل، چې په ترڅ کې يې دواړو لور ته مرګ ژوبله واوښته.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.