واشنګټن (پژواک ١٧ غويى ٩٢): د امريکا د بهرنيو چارو وزير به له روسي چارواکو سره د افغانستان د اوسنيو او تر ٢٠١٤ کال وروسته حالاتو په اړه خبرې وکړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند جين پسکي پرون په واشنګټن کې خبريالانو ته وويل، چې د بهرنيو چارو وزير جان کيري د روسيې او اېټاليا په سفر روان شوى دى.
هغه زياته کړه، چې نوموړى به له روسي او اېټاليايي چارواکو سره د افغانستان د وروستيو حالاتو او تر ٢٠١٤ کال وروسته د بدلون په اړه خبرې وکړي.
نوموړي وويل، چې د دغو ليدنو پر مهال به د شمالي کوريا او سوريې ترڅنګ د افغانستان موضوع هم د دغو خبرو په اجنډا کې وي.
سرچينه زياتوي، چې د يادو هېوادونو پر سفر تر روانېدو مخکې په پينټاګون کې د دفاع وزير له چک هيګل سره وکتل او د افغانستان په ګډون د يادو موضوعاتو په اړه يې ورسره خبرې وکړې.
Views: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن