ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت بايد د پاکستان په اړه خپل بهرني سياست ته له سره کتنه وکړي

author avatar
12 May 2013 - 17:49
author avatar
12 May 2013 - 17:49

کابل ( پژواک ٢٢ غويى ٩٢) : د مشرانو جرګې يو شمېر غړي ددې ترڅنګ، چې په پاکستان کې وروستي بدلونونه دافغانستان په ګټه نه بولي وايي ، چې افغان حکومت دې د پاکستان پر وړاندې په خپله ديپلوماسۍ او بهرني سياست کې بدلون راولي .

په پاکستان کې پارلماني ټاکنې تېره ورځ دخلکو په پراخه ګډون سره پيل شوې . هر هغه سياسي ګوند او ايتلاف ، دحکومت جوړولو صلاحيت لري، کوم چې ددغو ټاکنو په پايله کې تر ټولو زياتې رايې خپلې کړي .

 تراوسه ددغو ټاکنو رسمي پايلې نه دي اعلان شوي ، خو د رايو لومړۍ شمېرنه څرګندوي ، چې دنواز شريف ګوند له ټولو  ٢٧٢ څوکيو څخه ، چې په مستقيم ډول راىې اچونې ته وړاندې کېږي ، له سلو زياتې خپلې کړې دي .

همدا ډول دټاکنو پايلې څرګندوي ، چې له نواز شريف وروسته دعمران خان ګوند تر ټولو ډېرې رايې خپلې کړې دي .

د مشرانو جرګې يو شمېر غړو په نننۍ عمومي ناسته کې وويل ، چې په افغانستان کې دهېڅ يوه ګوند بريا هم دافغانستان په ګټه نه ده ، دا يواځې پاکستاني پوځيان دي ، چې دافغانستان په اړه سياسي تګلاره ټاکي .

د مشرانو جرګې غړي عبدالوهاب عرفان وويل : ټول پوهېږي ،  چې پاکستان دافغانستان دقضيو په اړه ديوې اوږد مهاله ستراتيژۍ له مخې تصميم نيسي او خپل بهرنى سياست هم دهمدې ستراتېژي له مخې تنظيموي .

هغه زياته کړه : ” دنواز شريف ګوند دخلکو له پراخه ملاتړ څخه برخمن دى او په ورته وخت کې په اردو کې هم فوق العاده نفوذ او رول لري ؛ نو ځکه خو هيله من يم ،  چې دپاکستان څارګره اداره بايد دافغانستان په اړه په خپل سياست له سره کتنه وکړي ، څو د دواړو ګاونډيو مسلمانو هېوادونو ترمنځ لازمې نېکې اړيکې حاکمې شي .”

خوعرفان ګواښ وکړ و چې که دپاکستان نوى حکومت دنورو حکومتونو په پله پل کېږدي ، نو دافغانستان ستونزه به په ځاى پاتې وي .

دمشرانو جرګې يوه بل غړي محمود داشنجو هم په پاکستان کې وروستي بدلونه دافغانستان په ګټه نه بولي ، هغه په دې اړه وويل : په ټاکنيز کمپاين کې دوو مخکښو ګوندونو درايو اخيستو لپاره دافغان دولت ، اوسني نظام او بهرنيو ځواکونو په اړه له تبليغاتو کار اخيسته .

هغه زياته کړه ، چې په دې کارونو سره ددې تمه نه کېږي ،  چې دافغانستان په اړه دې دپاکستان سياست او ستراتيژي بدلون ومومي .

 دانشجو په دې ټينګار کاوه ، چې دافغانستان حکومت بايد د پاکستان په اړه په خپل بهرني سياست او ديپلوماسۍ له سره کتنه وکړي ، هغه زياته کړه : ” که دولت له خپله ځان نه  لږ هوښياري او بيداري څرګنده نه کړي ، نو دپاکستان له اړخه  مو زيان زياتېږي .”

دمشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار هم وويل ، چې دپاکستان حکومت دپاکستاني پوځيانو او استخباراتو په لاس کې دى او حکومت يواځې دپوځ په خوله عمل کوي .

هغه زياته کړه : ” که نواز شريف راځي يا عمران خان ، هېڅ هم نه شي کولاى ،  ځکه چې هغوى دافغانستان په اړه خپله ستراتيژي لري او په پاکستان کې ملکي حکومت بې صلاحيته دى .”

 مسليمار وویل : ” افغانان بايد له دې اړخه هېڅ انديښنه ونه لري ،  ځکه چې په تېرو ٣٠ کلونو کې يې افغانستان ته هېڅ خير نه دى رسېدلى او په راتلونکي کې به هم ونه رسېږي .”

د ولسی جرګې بل غړي خالد پښتون هم له ګاونډيو سره په ښو اړيکو ټينګار وکړ او پژواک خبري اژانس ته يې وويل ، چې افغانستان په تېر کې تر ډېره حده د نواز شريف دګوند له خوا ځپل شوى او دنواز شريف پخوانى حکومت دافغانستان داتياکلنې اردو په له منځه وړلو کې  ښېکل و .

 هغه زياته کړه : ” موږ هيله من يو ، چې نواز شريف يو ځل بيا دافغانستان ورانولو ته ملا ونه تړي ، هغو ته دې دپاى ټکى کېږدي او افغانان دې پرېږدي ، چې په ازاده فضاکې دملت له تصميم سره سم ژوند وکړي .”

دا په داسې حال کې ده ، چې ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې په بريا سره دټولټاکنو دترسره کېدو له امله دهغه هېواد دولت او خلکو ته مبارکي ورکړې او هيله يې څرګنده کړې ، چې دپاکستان  نوي حکومت له افغانستان سره دسولې او ورورګلوۍ فضا رامنځته او دتروريزم په له منځه وړلو کې همکاري وکړي .

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.