ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په مزار کې د مسموم شوو نجونو روغتيايي حالت مخه په ښه کېدو دى

14 May 2013 - 13:37
14 May 2013 - 13:37

مزارشريف (پژواک ٢٤ غويى ٩٢): په مزارشريف کې د ملکي روغتون مسوولين وايي، چې د خراسان د نجونو لېسې د شاوخوا ١٥٠ مسمومې شوو زده کوونکو روغتيايي حالت ښه دى.

ځايي چارواکي وايي، چې يادې  نجونې د دغه ښوونځي تر څنګ د سپټيک څاه د پاکولو پر مهال د راوتونکي ګاز له امله مسمومې شوې دي.

د مزارشريف ښار د اومې ناحيې په سيمه کې د غويي په ۲۴مه د خراسان د نجونو لېسې ۱۵۰ زده کوونکې ښوونځي ته له رسېدو سره سمې مسمومې شوې.

د بلخ ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالرزاق قادري پژوا ک خبري اژانس ته وويل، چې په پيل کې د ښوونځي په نهم ټولګي کې دوه زده کوونکې د ګاز د بوی له امله مسمومې شوې، چې د همدې پېښې له امله د ښوونځي د نورو ټولګيو زده کوونکې وېرې پسې اخيستې وې او له نورمال حالت څخه وتلې وې.

د هغه په وينا، کله چې دوی ښوونځي ته ورسېدل نو داسې څه شواهد يې ترلاسه نه کړل، چې د نجونو د مسمومېدو هڅه دې شوې وي.

سمونوال قادري وويل، چې د ښوونځي ډېرې زده کوونکې د پېښې د رامنځته کېدو له وېرې بېهوښه شوې وې، له همدې امله يې ۱۵۰ شاوخوا نجونې د کتنې او درملنې په موخه روغتون ته ولېږدولې.

د خراسان د نجونو لېسې مديرې زرغونه حارث پژواک اژانس وويل، چې د ښوونځي په ګاونډ کې د سپتيک څاه د پاکولو له امله رامنځ ته شوي بوی د زده کوونکو رواني حالت ته زيان ورساوه.

نوموړې زياته کړه، هره ورځ له تدريسي ساعت څخه مخکې دوی د ښوونځي ټول ټولګي ګوري، نن يې هم کتلي و او هېڅ ډول ستونزه په کې نه وه.

د هغه په وينا، په پيل کې يې په خپله د ښوونځي په دهليز کې يو ډول تېز بوی حس کړ، چې وروسته يې په بېړه ټولې زده کوونکې له خونو انګړ ته و ايستې.

زرغونه حارث وويل، داسې کوم شواهد يې نه دي ترلاسه کړي، چې د اندېښنې وړ دې وي.

د ښوونځي د يوولسم ټولګي زده کوونکې نازنين په روغتون کې د درملنې پر مهال پژواک اژانس ته وويل، چې سهار مهال ښوونځي ته له ننوتلو سره سم يې په ټولګي يو ډول تېز بوی حس کړ.

نوموړې زياته کړه، چې په لومړي سره کې ورته ښوونکو ويل، چې د سپټيک څاه بوی دی؛ خو وروسته دوی ګاز ته ورته تېز بوی حس کړ، چې له امله يې بې هوښه شوه.

د هغې په وينا، د بوی په ډېرېدو سره د ټولو ټولګيو زده کوونکې د ښوونځي انګړ ته و ايستل شوې  او شېبه په شېبه په پرله پسې توګه لسګونه نجونې مسمومې شوې، چې شمېر يې نږدې ۵۰۰ تنو ته رسېږي.

محمدمختار چې لور يې په ياد ښوونځي کې مسمومه شوې وه، پژواک اژانس ته وويل، که چېرې دولت د ورته پېښو مخنيوی ونه کړي، نو د نجونو د زده کړو پر وړاندې به خنډونه لا پسې زيات شي.

نوموړي زياته کړه، چې په افغان ټولنه کې هسې هم د نجونو زده کړو ته ډېر خلک زړه نه ښه کوي، چې ورته پېښې دغه ناوړه دود لا پسې غښتلی کوي.

د بلخ د پوهنې رياست وايي، چې په خراسان لېسه کې شوې پېښه د مسوميت له امله نه ده رامنځ ته شوې.

د دغه رياست رييس قيس مهراين وويل، چې د ښوونځي په درې کيلومترۍ کې د سپټيک څاه د پاکوالي له امله راوتونکى ګازښوونځي ته رسېدلى او د زده کونکو حالت يې يو څه ګډوډ کړی و.

په مزارشريف کې د ملکي روغتون سرطبيب ډاکټر نورمحمد فيض پژواک اژانس ته د زده کوونکو د مسمومېدو پخلى وکړ او ويې ويل، چې دغه مسموميت کوم سياسي او جنايي اړخ نه لري، بلکې په تصادفي توګه پېښه رامنځ ته شوې ده.

نوموړي هم د سپټيک څاه له امله د پېښې رامنځ ته کېدل تاييد کړل.

د هغه په وينا، د سپټيک څاه چې له ډېره وخته نه وي پاکه شوې، ګاز يې ډېر خطرناک وي، چې د مرګ لامل هم کېږي.

ډاکټر فيض وويل، روغتون ته د رسېدلو ټولو زده کوونکو روغتيايي حالت په ښه کېدو دی او هېڅ ډول اندېښنه نشته ده.

د امنيت امر وويل، دوی لا هم د پېښې په اړه په څېړنو بوخت دي، چې لا يې هم هېڅ ډول اسناد او شواهد نه دي ترلاسه کړي.

د يادونې ده، له تېرو دوو کلونو راهيسې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د نجونو د ښوونځيو د زده کوونکو د مسمومېدو لړۍ پيل شوې ده.

تېره اونۍ په کابل کې هم د يوه ښوونځي نجونې مسمومې شوې وې.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version