کابل (پژواک، ٢٦ غويى ٩٢): د کورنيو چارو وزير نن د پېښې له ځاى څخه د لېدو پر مهال دغه بريد وغانده او ويې ويل، چې دغه پېښه په ګڼه ګوڼه او د اوسېدو په ځاى کې رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې يواځې ملکي مرګ ژوبله اړولې ده.
دغه بريد نن سهار اته بجې د يوه کرولا موټر په وسيله د کابل ښار د اتمې امنيتي حوزې اړوند د شاه شهيد پر لومړي سړک رامنځته شو، چې په پايله کې يې ٦ تنه مړه او ٣٧ نور ټپيان شوي دي.
په دغه پېښه کې د ملکي کسانو د ٣٠ موټرو په ګډون د بهرنيو ځواکونو دوه موټر او لس کورونو ته هم زيان اوښتى دى.
د کورنيو چارو وزير مجتبى پتنګ له پېښې څو ساعته وروسته يادې سيمې ته لاړ او د پېښې له قربانيانو او زيانمنو سره يې له نږدې خپله خواخوږي څرګنده کړه.
هغه دغه بريد په کلکه وغانده او ويې ويل: ” دغه پېښه د اوسېدو په ځاى او ګڼه ګوڼه کې رامنځته شوې، چې ډېر زيان يې ملکي کسانو ته اوښتى دى.”
د کورنيو چارو وزير دغه پېښه دردونکې وبلله او زياته يې کړه، چې د دغې پېښې ډيرى ټپيان ماشومان دي او د درملنې په موخه روغتونونو ته وړل شوي، له جدي درملنې لاندې دي، خو د دوو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوى دى.
په داسې کې، چې عيني شاهدان وايي، دغه بريد د ايتلاف ځواکونو پر دوو موټرو تر سره شوى او د هغوى يو موټر په مکمله توګه سوځېدلى او ورته يې مرګ ژوبله اړولې، خو د کورنيو چارو وزير وويل: ” د دغه موټر څېړنه د ايتلافي ځواکونو له خوا تر سره شوې، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې دوى کره معلومات نه لري.”
په کابل کې د ايساف ځواکونو مطبوعاتي دفتر پژواک ته منلې، چې دغه چاودنه د ايتلاف ځواکونو په کاروان شوې او هغوى د پېښې په اړه خپلې څېړنې پيل کړي، چې نور جزييات به يې وروسته خپاره شي.
د دغې پېښې مسووليت د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي پر غاړه اخيستى دى.
د دغه ګوند وياند هارون زرغون پژواک ته په خپل رالېږل شوي ايميل کې ويلي، چې دغه بريد د شاه شهيد په سيمه کې د امريکايي ځواکونو پر کاروان تر سره شوى، چې په ترڅ کې يې دوه ټانکونه ويجاړ او پکې سپرو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ويلو ده، چې د وږي مياشتې په بريد کې، چې د يوې نجلۍ له خوا د کرولا موټر په وسيله د بهرنيو وګړو په فلاينکوچ ډوله موټر د کابل هوايي ډګر په اتيا متره سړک کې تر سره شو، د جنوبي افريقا د يوه وګړي په ګډون پکې ٩ بهرنيان او درې افغانان ووژل شول، چې د هغې پېښې مسووليت هم د حکمتيار په مشرى حزب اسلامي پر غاړه اخيستى و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن