ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل او مزار پروني بريدونه په نړيوال کچه وغندل شول

د کابل او مزار پروني بريدونه په نړيوال کچه وغندل شول

author avatar
7 Dec 2011 - 14:27
د کابل او مزار پروني بريدونه په نړيوال کچه وغندل شول
author avatar
7 Dec 2011 - 14:27

کابل (پژواک ١٦ ليندۍ ٩٠): ملګرو ملتونو، امريکا، ناټو او ايساف ځواکونو په کابل کې د عاشورا د مراسمو پر مهال ترسره شوى ځانمرګى بريد په کلکه وغانده.

يو ځانمرګی بريد کوونکی پرون غرمه مهال د کابل د مرادخانې په سيمه کې د ابوالفضل زيارت ترڅنګ د اهل تشيع عزادارانو په منځ کې ځان ته چاودنه ورکړه.

د کورنيو چازو د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې ۵۵ تنه ووژل شول او له ۱۳۴ زيات ټپيان دي، خو ځينې نورې سرچينې د وژل شويو شمېره ٦٠ او د ټپيانو له ١٦٠ څخه زياته ښيي.

دغه راز پرون په مزار شريف ښار کې هم ځانمرګی بريد وشو، چې له امله يې څلور تنه ووژل شول او له ۲۰ زيات ټپيان شوي دي.

په کابل کې د امريکا د سفارت له خوا د ليندۍ په ١٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې امريکادغه پېښه په کلکه غندي.

سرچينې زياته کړې، چې امريکا په دغه سخت وخت کې له افغانانو سره اوږه پر اوږه ولاړه ده؛ ځکه چې د افغانستان او امريکا ګډ هدف په سيمه کې سوله او ارامي راوستل دي.

امريکا د دې پېښې د قربانيانو له کورنيو سره خپله غمشريکي څرګنده کړې ده.

بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزيره مېرمن هيلري کلنټن هم د کابل او مزار پېښې په کلکه غندلې دي.

په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې مېرمن کلنټن د دغو پېښو د قربانيانو له کورنيو او د افغانستان له ټول ولس سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

 

هغې زياته کړې: ((د شيعه مسلمانانو په مذهبي مراسمو کې دا ډول پېښه ترسره کېدل، دردونکې ده، هغه څوک چې د دې پېښې تر شا ولاړ وو، هغوى نه غواړي، چې په افغانستان کې سوله، ثبات او ارامي رامنځته شي.))

د نوموړې په وينا، لکه څرنګه چې د بُن په دويم کنفرانس کې نړيوالو وښوده، هېچا ته به اجازه ورنه کړل شي، چې له امله يې د تېرو لسو کلونو لاسته راوړنې بېرته شا ته ورغورځوي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې ويلي، چې دوى به له افغان حکومت او خلکو سره له نږدې د افغانستان د سولې او پرمختګ لپاره خپل کار ته ادامه ورکړي.

بلخوا د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي بانکي مون هم پرونۍ پېښې په کلکه غندلې او ويلي يې دي، چې پر دغو پېښو سخت خواشينى شوى دى.

په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د ويندوى له دفتر څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغانستان دښمنانو د عام ولس پر وړاندې دغه ډول اقدام کړى دى.

دغه راز په کابل کې د ملګرو ملتونو د مرستو پلاوي (يوناما) هم هغه چاودنې چې د کابل او مزارشريف په ښارونو کې ترسره شوې، په کلکه غندلې دي.

 

له يوناما څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي: ((موږ خپل د خواخوږۍ او ډاډګېرنې ژور مراتب ټولو هغو ته وړاندې کوو، چې خپل عزيزان يې په دې پېښو کې له لاسه ورکړي دي.))

 

په ياده خبرپاڼه کې يوناما ټينګار کړى، چې دغه ډول بريدونه هېڅ جواز نه لري، نامشروع او بې توپيره بريدونه په بشپړه توګه د منلو وړ نه دي.

 

دغه راز کاناډا هم دغه بريد غندلى دى.

د کاناډا د بهرنيو چارو وزير جان بېرډ ويلي، چې هېواد يې هغه بريدونه چې د عاشورا په ورځ په کابل او مزارشريف کې ترسره شول او ډېر شمېر افغانانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته، په کلکه غندي.

په کابل کې د کاناډا سفارت له خوا پژواک ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې د بهرنيو چارو د وزير له خولې ليکلي، چې دغه ډاروونکی او له مذهبي افراطيت څخه ډک عمل، چې بېګناه سړي، ښځې او ماشومان يې هدف وګرځول او پر هغو چې په عادي او سوله ييزه توګه يې خپل مذهبي مراسم ترسره کول، په هېڅ ډول د بښنې وړ نه دى.

جان بېرډ زياته کړې: ((کاناډا له افغان دولت سره د داسې بريدونو په غندلو کې په سختو الفاظو ولاړه ده، موږ هيله لرو، چی د دغه جنايت مرتکبين محکمې ته راکش کړای شي.))

بلخوا په افغانستان کې مېشتو ايساف او ناټو ځواکونو هم د کابل او مزار بريدونه غندلي او پر دې يې خپله خواشيني څرګنده کړې ده.

په کابل کې د ايساف ځواکونو د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د دوى عمومي قوماندان جنرال جان الن او د ناټو ملکي استازى سايمن ګاس پر دغو پېښو سخت خواشيني شوي دي.

جنرال الن ويلي: ((د عاشورا پر مذهبي مراسمو بريد په اصل کې پر اسلام بريد دى، موږ دغه پېښې په کلکه غندو.))

د ناټو ملکي استازي سايمن ګاس ويلي، چې پر مذهبي مراسمو دغه ډول بريد ترسره کول په اصل کې د خلکو په منځ کې وېره خپرول دي، چې د غندنې وړ دى.

د ناټو عمومي قوماندان او ملکي استازي په دې پېښو کې د وژل شويو او ټپيانو له کورنيو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.

د ايران د بهرنيو چارو وزير علي اکبر صالحي په افغانستان او عراق کې د عاشورا پر مهال شوې خونړۍ پېښې غندلې دي.

نوموړي په يوه بيانيه کې ويلي، چې د دغو پېښو عاملين غواړي، څو په دې سيمه کې خلک په خپل منځ کې په جنګ واچوي او نا امني رامنځته کړي.

د کورنيو چارو وزير پرون ماښام په يوه خبري کنفرانس کې د دغو بريدونو پړه پر وسله والو طالبانو واچوله، خو طالبانو په دغو پېښو کې خپل لاس درلودل رد کړي او کلکې يې غندلې دي.

د لشکر جهنګوى په نوم يوه ډله، چې د شيعه مذهب د اتباعو خلاف او په پاکستان کې پراخ فعاليت لري، د کابل د تېرې ورځې د بريد مسووليت يې پر غاړه اخستى د‌ى.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.