ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کورنيو چارو وزارت، کابل کې د نني ځانمرګي بريد پړه، پر طالبانو واچوله

کابل(پژواک١٥ليندۍ٩٠) د کورنيو چارو وزير په کابل کې ځانمرګي بريد پړه پر طالبانو ورواچوله او ويې ويل چې په دې بريد کې ٥٥ تنه مړه او ١٣٤ تنه نور ټپيان شوي دي.

ياد ځانمرګۍ بريد نن (د ليندۍ ١٥مه) غرمه مهال په شاوخوا ١٢بجو په داسې حال کې رامنځ ته شو، چې يو شمېر زياتو کسانو د کابل د مرادخانيو په سيمه کې د ابوالفضل په زيارت کې د محرم د لسمې (عاشورا) د مراسمو په عزادارۍ بوخت وو.

د کورنيو چارو وزير بسم الله محمدي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل چې ځانمرګي هغه مهال ځانته چاودنه ورکړه، چې د کابل د ابوالفضل په نامه جومات کې يوه ډله خلک له عزادارۍ مراسمو د وتلو او بله ډله جومات ته د ننوتلو په حال کې وه.

محمدي په پېښې خواشيني څرګنده کړه او ويې ويل چې د امنيتي ځواکونو له هڅو سره سره چې په ګډه يې له څو ورځو راهيسې د عاشورا د ورځې د امنيت ساتلو لپاره کلک امنيتي ترتيبات نيولي وو، بيا هم دغه پېښه رامنځته شوه.

محمدي ځانمرګۍ بريد په کلکه وغانده او پړه يې پر طالبانو او تروريساتانو ورواچوله.

خو طالبانو پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې د کابل په ځانمرګي کې لاس لرل رد کړي دي.

طالبانو د خواشينۍ څرګندولو ترڅنګه پېښه غندلې او هغه يې د دښمنانو کار بللى دى.

د کورنيو چارو وزير د معلوماتو له مخې په دې ځانمرګي بريد کې ٥٥ تنه ملکي وګړي چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي وژل شوي او ١٣٤ نور ټپيان شوي دي.

محمدي وويل: ((نن د عاشوار ورځ وه چې د اسلام د پيغمبر لمسۍ شهيد شوى دى او د افغانستان متدين او مسلمان خلک په ټول هېواد کې په خاصه توګه په کابل کې عزاداري کوي، دا مقدسه او دتسليت ورځ ده، خو په خواشينۍ سره نن بده پېښه وشوه بې رحمه تروريستانو او طالب جنايتکارانو، په ځانمرګي بريد لاس پورې کړ.))

د کورنيو چارو وزير د پېښې له ټپيانو څخه د ليدلو په موخه په کابل کې ايمرجنسي روغتون ولاړ او هلته يې له ټپيانو او د قربانيانو د کورنيو له غړيو سره وکتل .

محمدى د پېښې د قربانيانو د کورنيو غړيو ته تسليت ووې او له هغوى څخه يې د زغم غوښتنه وکړه.

د کورنيو چارو وزير همداراز وويل چې امنيتي ځواکونو په کابل کې له ځينو نورو پېښو مخنيوى کړى دى.

ده وويل چې پوليسو د املي امنيت او اردو له ځواکونو سره په ګډه د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې يوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه کړي او همداراز يې يو شمېر توغندي چې ټاکل شوې وه پر کابل ښار فير شي هم نيولي دي.

هغه يې په اړه نور معلومات ورنکړل خو زياته يې کړه چې په راتلونکې کې به يې رسنيو ته وښيي.

په همدې حال کې په مزار شريف او قندهار کې هم د دوو بېلابېلو چاودنو په ترڅ کې ٤ تنه ملکي وګړي او ٢٥ نور ټپيان شوي دي.

 

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version