جلال اباد (پژواک٣٠غويى٩٢): د ننګرهار چارواکي وايي، چې په سره رود ولسوالۍ کې د تېلو په شخصي سراى کې د اور لګېدو له امله دوه ټانکرونه سوځېدلي او پنځه تنه په کې ټپيان شوي دي.
د سره رود ولسوال سيدعلي اکبر سادات د غويي په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن مازيګر شاوخوا څلورنيمې بجې د دې ولسوالۍ اړوند په ځنګل باغ سيمه کې د تېلو په يوه ټانکر کې د اورلګېدنې له امله دوه ټانکرونه په بشپړه توګه سوځېدلي دي.
نوموړى وايي، اور اوس تر کنټرول لاندې دى او ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته استول شوي دي.
د هغه په وينا، په ټپيانو کې د درېيو تنو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د عامې روغتيا د ملکي روغتون رييس همايون زهير پژواک اژانس ته وويل، دوى ته د اور له سيمې څخه درې تنه په ټپي حالت کې وروړل شوي دي.
د ياد سراى مالک حاجي اصف پژواک ته وويل، نن يې له يوه ټانکره بل ټانکر ته تېل لېږدول، چې ناڅاپه يې اور واخيست او ټول سراى اور ونيوه.
ده وويل: ((پټرول چې له کوم فلز سره ولګېږي، يوه سپرغۍ کوي، چې له همدې امله اور رامنځ ته شو.))
نوموړى وايي، د اور لګېدو له امله شاوخوا ٢٥٠زره ډالر زيان وراوښتى دى.
عيني شاهد او د دروڼتې د ځوانانو ټولنې غړي خنجر پژواک ته وويل، چې په خپلو لاسو يې دوه تنه ټپيان په موټر کې د روغتون په لور لېږلي دي.
دى وايي: ((د اطفايې کارکوونکي په خپل وخت راورسېدل او که چېرې يې لږ ناوخته کړې واى، نو لرې نه وه چې شاوخوا کورونه به يې هم سوځولي واى)).
ياده دې وي، چې څه موده وړاندې د ننګرهار ګمرک رياست ته څېرمه د تېلو په يوه سراى کې د اورلګېدو له امله اته ټانکرونه سره له تېلو سوځېدلي وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن