ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

زلمى رسول د ترهګرۍ په له منځه وړو کې د پاکستان همکارۍ ته هيله من دى

زلمى رسول د ترهګرۍ په له منځه وړو کې د پاکستان همکارۍ ته هيله من دى

author avatar
30 May 2013 - 13:02
زلمى رسول د ترهګرۍ په له منځه وړو کې د پاکستان همکارۍ ته هيله من دى
author avatar
30 May 2013 - 13:02

کابل (پژواک ٩ غبرګولى ٩٢): د بهرنيو چارو وزير هيله څرګنده کړه، چې د پاکستان نوى حکومت به د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې جدي هڅې وکړي.

د بهرنيو چارو وزير ډاکټر  زلمي رسول دغه څرګندونې د افغانستان او پاکستان لپاره د امريکا له ځانګړي استازي جيمز ډوبينز سره د ليدنې پر مهال کړې دي.

د بهرنيو چارو وزارت له خوا د غبرګولي په ٩مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخيزو اړيکو، امنيتي او دفاعي هوکړه ليک په اړه د خبرو اترو د پرمختګ، د سولې بهير، سيمه ييزې همکارۍ، د امنيت د لېږد او راتلونکو ټاکنو په اړه په تفصيل سره خبرې وکړې.

 زلمي رسول وويل، چې د امنيتي مسووليتونو د لېږد بهير په ښه توګه پر مخ ځي او  پنځم پړاو په پيلولو سره به يو مهم بدلون رامنځته شي 

هغه زياته کړې: ((دا به د خپلو پښو په درېدلو کې زموږ په هڅو کې يو مهم ګام وي.))

 د بهرنيو چارو وزير هيله څرګنده کړه، چې په پاکستان کې د نوي حکومت په جوړېدو سره به دغه هېواد له افغانستان سره د اړيکو په ښه والي او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه  کې جدي هڅې وکړي، تر څو د دواړو هېوادونو ولسونو ته سوله او پرمختګ په برخه شي.

د پاکستان د تېرې مياشتې په ټولټاکنو کې د نوازشريف په مشرۍ د مسلم ليګ ګوند بريالى شو او ټاکل شوې نواز شريف د دغه هېواد د لومړي وزير په توګه وټاکل شي.

 په خبرپاڼه کې راغلي، چې ډاکټر زلمي رسول همداراز په راتلونکي کال کې د ټاکنو ترسره کول مهم وګڼل او زياته يې کړه: “حکومت او په ټاکنو پورې اړوند ټولې ادارې له همدا اوسه اړين چمتووالى نيسي او د يوه ټول شموله او رڼو ټاکنو لپاره دوامداره هڅې چې په هغه کې ټول افغانان پراخ ګډون وکړي، روانې دي.”

 ډاکټر زلمي زياته کړه، چې په تېرو لسو کلونو کې له هغو پرمختګونو سربېره چې په بېلابېلو برخو کې شوي، يوه نوي افغان نسل چې هڅه کوي د افغانستان په راتلونکي کې يو مهم او جوړوونکی رول ولوبوي، ظهور کړی.

 د بهرنيو چارو وزير د افغانستان او امريکا متحده ايالتونو ترمنځ د امنيتي سند نهايي کېدو په اړه وويل، افغانستان علاقه لري چې له متحدو ايالتونو سره  يوه دوستانه او اوږودمهاله ملګرتيا ولري، په هغه کې د افغانستان ګټې په بشپړه توګه منعکس او تسجيل شوې وي.

 د يو بل خبر له مخې، د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال ارشاد احمدي هم د افغانستان او پاکستان په چارو کې د امريکا له ځانګړي استازي جيمز ډوبينز او د امريکا د ملي امنيت له مرستيال سلاکار جنرال داګلاس لوت سره وکتل.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.