کابل ( پژواک، ١١ غبرګولى ٩٢ ) : د کورنيو چارو وزارت وايي، چې پوليسو د ځانمرګو بريدونو دوه واسکټونه او دوه بوشکې چاودېدونکي توکي کشف او شنډ کړي دي.
د ياد وزارت له خوا د غبرګولي په ١١مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي،چې دغه توکي له نږدې ولايتونو څخه تر لېږدول کېدو وروسته د بګراميو ولسوالۍ اړونده د بيني حصار په سيمه کې پټ ساتل شوي وو.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې ياد توکي د کورنيو چارو وزارت داستخباراتو دلوى رياست موظفينو له خوا کشف او شنډ شوي دي.
سرچينه وايي ،چې په دې تور څوک نه دي نيول شوي او په اړه يې پلټنې پيل شوې دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا توکي په داسې حال کې نيول شوي، چې نن تر غرمې وروسته د کابل ښار په لومړۍ حوزه کې د ماين په يوه چاودنه کې د درېيو ترافيک په ګډون پنځه تنه ټپيان شول.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن