ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“که ضمانتونه عملي نه شي په قطر کې خبرې نه کوو “

“که ضمانتونه عملي نه شي په قطر کې خبرې نه کوو “

author avatar
23 Jun 2013 - 15:53
“که ضمانتونه عملي نه شي په قطر کې خبرې نه کوو “
author avatar
23 Jun 2013 - 15:53

کابل (پژواک ٢ چنګاش ٩٢): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، افغان دولت به هغه مهال په قطر کې له طالبانو سره خبرې وکړي، چې په دې برخه کې افغان دولت ته پر ورکړل شوو ضمانتونو عمل وشي.

تېره اونۍ د طالبانو لپاره د قطر په پلازمېنه دوحه کې د افغانستان اسلامي امارت په نوم سياسي دفتر پرانيستل شو او امريکا تر پرانيستل کېدو لږ وروسته د دغه دفتر ملاتړ وکړ، خو افغان دولت ورسره سخت مخالفت وښود او له امريکا سره يې د امنيتي تړون پر سر خبرې وځنډولې.

وروسته د امريکا د بهرنيو چارو وزير ولسمشر حامد کرزى ته د ټيلېفون له لارې وويل، چې د دفتر له نوم څخه (اسلامي امارت) حذف شوى او له دفتره د طالبانو بيرغ هم لرې شوى دى.

خو طالبانو تېره ورځ د دې ترڅنګ چې له امريکايانو سره يې خبرې ځنډولې وويل، چې له لوحې څخه (اسلامي امارت) نه دى لرې شوى او بيرغ هم پر خپل ځاى دى.

د افغانستان دولت وايي، له دغه دفتر سره يې ځکه مخالفت کړى، چې د امريکا د متحدو ايالتونو او د افغانستان تر منځ د شوې هوکړې خلاف جوړ شوى دى.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وياند جانان موسي زي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل، هغه ضمانتونه چې امريکا د قطر د دفتر په تړاو افغان دولت ته ورکړي وو، له پامه غورځول شوي دي.

دى وايي، د امريکا او افغان دولت تر منځ په ليکلې هوکړه کې راغلي، چې د قطر دفتر بايد يواځې د سولې د خبرو لپاره يو مرکز وي، نه کومه سياسي نماينده ګي.

د هغه په وينا، د دې هوکړې له مخې، په دغه دفتر کې بايد يواځې د افغانستان د سولې عالي شورا د غړو او د طالبانو د باصلاحيته استازو ترمنځ د سولې خبرې وشي.

موسى زى وايي، په ضمانتونو کې دا هم شامل وو، چې د دغه دفتر له لارې به پيسې نه ټولېږي او دغه دفتر به د ترهګريزو بريدونو او تاوتريخوالو لپاره نه کارول کېږي.

هغه د نورو جزئياتو له ورکولو پرته زياته کړه: ((کله چې دغه دفتر پرانيستل شو، له دې ټولو ضمانتونو سره په تناقض کې و.))

موسى زى وايي، څو کاله وړاندې ولسمشر کرزي غوښتل، چې په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره سياسي مذاکره پيل شي، خو بهرنيو متحدينو ورسره موافقه نه درلوده.

خو دى زياتوي، درى کاله وړاندې بهرنيان هم دې پايلې ته ورسېدل، چې په افغانستان کې بايد د تاوتريخوالو د له منځه وړوپه موخه د سولې لپاره سياسي مذاکره پيل شي.

موسى زي يو ځل بيا ټينګار وکړ، چې د سولې پروسه بايد د افغانستان د دولت له خوا رهبري شي او زياته يې کړه: ((که افغان دولت د سولې پروسه رهبري نه کړي، دغه پروسه مثبته پايله نه شي لرلاى او يواځې به د سولې په نوم يوه پروسه وي او بس.))

ده وويل، چې د افغانستان دولت د سولې په پروسه کې د پاکستان او امريکا د جدي ملاتړ غوښتونکى دى.

د بهرنيو چارو وزارت وياند په ټينګار سره وويل، افغان دولت به هېچا ته اجازه ورنه کړي، چې د سولې د پروسې تر نامه لاندې خپلو هغو شومو اهدافو ته ځان ورسوي، چې د جګړې په ډګر کې نه دي ورته رسېدلي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.