ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لغمان په دوو ولسواليو کې سيمه ييز پوليس وګومارل شول

24 Jun 2013 - 17:07
24 Jun 2013 - 17:07

جلال اباد (پژواک٣چنګاښ٩٢): د لغمان په قرغيو او دولت شاه ولسواليو کې د لومړي ځل لپاره سيمه ييز پوليس فعال شول.

 د لغمان امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د چنګاښ په ٣مه نېټه د سيمه ييزو پوليسو د فراغت په غونډه کې پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د لغمان د قرغيو او دولت شاه ولسواليو لپاره ٣٠٠ سيمه ييز پوليس چې د يوې مياشتې په موده کې يې مسلکي زده کړې ترسره کړې، نن رسماً ورمعرفي شول.

 ده زياته کړه: ((د دغو سيمه ييزو پوليسو په فعالېدو سره به نور هم په لغمان کې امن راشي.))

 د امنيه قوماندان په خبره، چې که څه هم د يوې مياشتې موده د روزنې لپاره کمه ده، خو په راتلونکي کې به په نوبتي ډول نوره روزنه هم وويني.

 احمدالله چې يوه مياشت يې د سيمه ييزو پوليسو په برخه کې مسلکي زده کړې ترسره کړې او اوس د قرغيو په ولسوالۍ کې خپله دنده پيلوي پژواک خبري اژانس ته خوښي وښوده چې خپلې سيمې ته د امنيت راوستو په موخه دنده پيلوي.

 د افغانستان د سيمه ييزو پوليسو عمومي قوماندان جنرال عليشاه احمدزي پژواک اژانس ته وويل، چې په لغمان ولايت کې سيمه ييزو پوليسو ښه پايله ورکړې او په لغمان کې يې په شتون کې امن رامنځته شوى دى.

 ده زياته کړه: ((زه ډېر خوشحاله يم چې د سيمه ييزو پوليسو په فعالېدو سره په لغمان او نورو ولايتونو کې امنيتي چارې ښې شوې دي.))

 نوموړي د هېواد پر ټولو سيمه ييزو پوليسو غږ وکړ، چې خپلې دندې ته دې وفادار پاتې شي تر څو په هېواد کې امن رامنځته شي.

 همداراز د يو بل خبر له مخې، د لغمان ولايت د سولې له ولايتي کمېټې سره د وسله والو مخالفينو يوه څلور کسيزه ډله يوځاى شوه.

د لغمان والي ډاکټر فضل الله مجددي پژواک اژانس ته وويل، چې د اليشنګ ولسوالۍ د شمکټ سيمه کې يوه څلور کسيزه وسله واله ډله نن د سولې له ولايتي کمېټې سره يوځاى شوې ده.

 دى د وسله والو مخالفينو د ياد ګروپ پر يو ځاى کېدو خوښي ښيي او زياتوي چې لا هم په لغمان کې کار روان دى تر څو وسله وال په دې وپوهېږي چې غولېدلي دي.

 د دې ډلې مشر محمد اغا مبارز پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له تېرو دريو کلونو په اليشنګ ولسوالۍ کې وسله والو فعاليت کاوه، خو اوس يې حقيقت درک کړى او له وسله وال فعاليت څخه يې لاس اخيستى دى.

 ياده دې وي، د ياد ګروپ په يو ځاى کېدو سره په لغمان ولايت کې ټول ٣١١ وسله وال د سولې له پروسې سره يو ځاى شوي دي.

Views: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version