کندهار (پژواک ٣ چنګاښ ٩٢): د کندهار ولايت د امنيه قوماندانۍ د نوې ودانۍ د جوړولو چارې، چې څلور مياشتې وړاندې پيل شوې وې، ٨٠ سلنه ترسره شوې دي.
په کندهار کې د امنيه قوماندانۍ لپاره تر هغه وروسته د نوې ودانې جوړولو چارې پيل شوې، چې مخکنۍ ودانۍ د ښار په منځ کې وه او د پرله پسې بريدونو او چاودنو له امله تل ملکي خلکو ته د سر او مال درانه زيانونه اوښتل.
د امنيه قوماندانۍ لپاره نوې ودانۍ د کندهار ښار په ختيځه څنډه کې عينو مېنې ته څېرمه د کابل کندهار پر لويه لاره جوړېږي.
د ولايت د مطبوعاتي دفتر مسوول جاوېد فيصل د چنګاښ په ٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کندهار والي پوهنوال ډاکټر توريالي ويسا نن (د چنګاښ دريمه) د يو شمېر سکتوري رييسانو په ملتيا د دې ودانۍ له کارونو ليدنه وکړه او په اړه يې خبريالانو ته معلومات ورکړل.
ويسا وويل، په کندهار ولايت کې له ډېره وخته د امنيه قوماندانۍ يوې مجهزې ودانۍ ته اړتيا ليدل کېده، ځکه پخوانۍ ودانۍ د ښار په منځ کې وه، چې په اصل کې د عامې روغتيا رياست اړوند وه او يو وخت د ښځو روغتون و، چې د ضرورت له امله د پوليسو په واک کې ورکړل شوې وه.
هغه زياته کړه، اوسمهال د کندهار ښار په ختيځ کې د امنيه قوماندانۍ د نوې ودانۍ د رغولو چارې څلور مياشتې مخکې پيل شوې، چې د روان زېږديز کال تر پايه به ګټې اخيستنې ته چمتو شي.
دى وايي، د دې ودانۍ د رغولو چارې په دريو برخو کې د امريکا د متحده ايالاتو او اسټراليا هېوادونو په مالي مرسته پيل شوې، چې ډېره عصري او مجهزه ودانۍ به وي.
والي د ودانۍ د لګښت په اړه معلومات ور نه کړل.
هغه وويل، په دې ودانۍ کې د پوليسو لپاره ټول امکانات لکه د کار، ورکشاپونو، د پوليسو د روزنې، توقيف خونو، ډوډۍ خوړلو او خوب لپاره ځايونه په پام کې نيول شوي دي.
نوموړي زياته کړه، چې د دې ودانۍ له جوړېدو سره به د پوليسو اړوند چارې منظمې او ګړندۍ شي.
دغه راز والي توريالي ويسا د کندها ښار په دوراهي سيمه کې ځوانانو ته د سرګرمۍ پيداکولو او سپورت ته د هغوى د لا لېوالتيا په خاطر د ٦٥٠زره امريکايي ډالرو په لګښت يو مجهز جمنازيم د ودانۍ له کارونو هم ليدنه وکړه.
ويسا وويل، ياد جمنازيم په هغه پيسو جوړيږي کوم چې د افغانستان له نشه يي توکو سره د مبارزې وزارت له خوا د کندهار د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې رياست ته د ښې کار کردګۍ په خاطر ورکړل شوي دي.
هغه زياته کړه، چې د کندهار ادارې په تېرو دوو کلونو کې د کوکنارو او په ټوله کې د ټولو نشه يي توکو پر ضد په کلکه مبارزه کړې او تر وسه وسه يې دغه مضر بوټي له منځه وړي، چې له همدې امله ورته د اړوند وزارت له خوا په دې برخه کې د ښه کار په بدل کې دغه اندازه پيسې ورکول کېږي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن