ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرزي او اوباما د افغانانو په مشرۍ د سولې پر پروسې ټينګار وکړ

26 Jun 2013 - 09:56
26 Jun 2013 - 09:56

کابل-واشنګټن (پژواک ٥ چنګاښ ٩٢): د افغانستان او امريکا ولسمشرانو د سولې په برخه کې د وروستيو پرمختګونو په اړه د ويډيو له لارې اوږدې خبرې کړې دي.

له ارګ څخه تېره شپه ناوخته پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امريکا ولسمشر بارک اوباما ولسمشر حامد کرزي ته ټيلېفون کړى و او يو نيم ساعت يې ورسره د ويډيو له لارې د بېلابېلو موضوعاتو په اړه خبرې وکړې.

سرچينې زياته کړې، د دې اړيکې پر مهال پر امنيتي موضوعاتو، د سولې پروسې، په قطر کې د طالبانو د دفتر او له ګاونډيانو سره د افغانستان پر اړيکو بحثونه وشول.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دواړو مشرانو په دې خبرو کې خپل نظرونه سره شريک کړل، خو په خبرپاڼه کې نه دي ويل شوي چې دوى کومې پرېکړې ته رسېدلي او که نه.

بلخوا په واشنګټن کې سپينې ماڼۍ ويلي، چې ولسمشر بارک اوباما د دې اړيکې پر مهال د افغانستان په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ اعلان کړى دى.

تر يادې اړيکې وروسته له سپينې ماڼۍ خپره شوې خبرپاڼه د اوباما له قوله ليکي، چې يواځې د افغان حکومت په مشرۍ روان تاوتريخوالي ته ډاډمنه لاره موندل کېداى شي.

سرچينې زياته کړې، چې دواړو مشرانو د قطر له دفتره په دې شرط ملاتړ وکړ، چې د افغانستان د سولې عالي شورا او د قطر د دفتر د طالبانو ترمنځ خبرې اترې بايد وشي.

د يادونې ده، په قطر کې د طالبانو د دفتر تر پرانيستل کېدو وروسته چې د امريکا او افغانستان اړيکې خرابې شوې، د دواړو ولسمشرانو تر منځ دا لومړۍ اړيکه وه.

د سپينې ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر کرزي بارک اوباما ته د راتلونکي کال د ولسمشريزو ټاکنو په اړه هم بشپړ معلومات ورکړل او دواړو مشرانو پر دې ټينګار وکړ چې ازادې او رڼې ټاکنې د افغانستان راتلونکي ته مهمې دي.

دغه ټيلېفوني اړيکه په داسې حال کې نيول شوې چې تېره ورځ د پاکستان لومړي وزير نواز شريف هم له ولسمشر کرزي سره ټيلېفوني خبرې وکړې.

د يادونې ده ، د افغانستان د سولې د پروسې د پر مخ بيولو لپاره تېره اونۍ په قطر کې د طالبانو دفتر پرانيستل شو، خو افغان حکومت د دغه دفتر د پرانيستې پر څرنګوالي سختې نيوکې وکړې او په غبرګون کې يې له امريکا سره پر امنيتي تړون د خبرو څلورم پړاو وځنډاوه.

افغان حکومت په دغه دفتر کې د طالبانو د بيرغ او د (اسلامي امارت) پر نوم اعتراض کړی دي.

دغه راز د افغانستان حکومت ويلي، څو چې د قطر دفتر په اړه پر شوو ژمنو عمل ونه شي، دوى به د سولې پلاوى ونه لېږي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version