لښکرګاه (پژواک ١٦ چنګاښ ٩٢): د هلمند په کجکي ولسوالۍ کې يو قومي مشر د پوليسو له بند څخه د تښتېدو پر مهال وژل شوى دى.
د کجکي اوسېدونکي مدير معصوم د چنګاښ په ١٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې د حاجي عبدالقادر په نوم يو قومي مشر دوه ورځې مخکې د پوليسو له خوا له وسله والو طالبانو سره په تړاو نيول شوى و، خو تېره شپه وژل شوى دى.
نوموړى وايي، عبدالقادر د کجکي د سفلا سيمې د ميان رودي کلي اوسېدونکى و او پنځه مياشتې مخکې يې د ولسوالۍ د شورا غړيتوب هم ترلاسه کړى و.
د ده په خبره، پوليسو د حاجي عبدالقادر په کور کې يو ميل کلاشينکوف ا و دوه لاسي بمونه چې د ځان ساتنې په موخه يې ساتلي وو، د تلاشۍ پر مهال موندلي وو.
مدير معصوم وايي، پوليسو ورته ويلي، چې نوموړى د تېښتې پر مهال پر ډزو ووژل شو، خو معصوم زياتوي، چې هغه قصداً وژل شوى دى.
د کجکي امنيه قوماندان فيض الله اخندزاده وايي، د حاجي عبدالقادر په کور د کشفي راپور له مخې عمليات ترسره شول، چې په ترڅ کې يې يو ميل کلاشينکوف، د ملي اردو يونيفورم، دوه لاسي بمونه او درې چانټې وموندل شوې.
د قوماندان په خبره، نوموړي تېره شپه ١٢ بجې له زندانه د تېښتې هڅه کوله، چې د پوليسو له خوا پرې ډزې وشوې او ووژل شو.
امنيه قوماندان زياتوي، چې عبدالقادر د وسله والو طالبانو لپاره فعاليت کاوه.
د هلمند د امنيه قوماندانۍ د مطبوعاتي دفتر مرستيال شاه محمود هم وايي، چې وژل شوى د وسله والو ملګرى و او نږدې همکاري يې ورسره لرله.
Views: 3
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن