کابل(پژواک،١٨چنګاښ٩٢): د مشرانو جرګې يو شمېر غړي وايي ، د ټاکنو خپلواک کمېسيون د دې واک نه لري ، چې د قوانينو په تصويب کې ملي شورا ته ضرب الاجل وټاکي .
د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکيو تېره ورځ ويلي و ،چې ملي شورا بايد د لسو ورځو په اوږدو کې د ټاکنو او د ټاکنيزو کمېسيونونو د ندو او واکونو قوانينو طرحې تصويب کړي .
سرچيني زياته کړى وه : ((که تر لسو ورځو پورې د قوانينو دغه طرحې تصويب نه شي له اختره وروسته د نکريزو کولو په معنى دى .))
په مشرانو جرګه کې د تخار استازي مولوي عبدالوهاب عرفان نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې وويل ، چې د ټاکنو او د ټاکنيزو کمېسيونونو د ندو او واکونو قوانينو طرحې تصويب په اړه د ټاکنو خپلواک کمېسيون د چارواکيو څرګندونې بى ځايه دي .
دى وايي : ((امکان لري ، چې په لسو ورځو کې دغه طرحې تصويب نه شي ، ځکه دوه درې ورځې د روژې لپاره رخصتي راځي او کيداى شي په توشيح کې هم څه ځنډ وشي ، نو له لسو ورځو ډير وخت ته اړتيا لري او د ټاکنو کمېسيون چارواکي بايد بې ځايه څرګندونې ونه کړي .))
د ده په وينا، د تقنيني فرمان له مخې، د راتلونکي کال د وري مياشتې ټاکنو تر سره کېدل، د کمېسيون له خوا په ټاکنو کې درغلۍ ته د زمينې برابرولو په معنا دي .
په مشرانو جرګه کې د خوست استازى عارف الله پښتون هم وايي ، چې د ټاکنو خپلو اک کمېسيون چارواکي دا واک نه لري ، چې مشرانو جرګې ته د قوانينو د طرحو د تصويب لپاره وخت وټاکي .
دده په اند، د ټاکنو خپلواک کمېسيون چارواکيو دغه شان ويناوې په ملي شورا پورې ملنډې وهل دي .
هغه زياته کړه : (( له دغه شان څرګندونو څخه د ټاکنو خپلواک کمېسيون د مشرانو موخه کوم بل شى دي ، چې دا به وخت معلومه کړي .))
د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وويل ، چې مشرانو او ولسي جرګې د ټاکنو او د ټاکنيزو کمېسيونونو د ندو او واکونو قوانينو طرحو پر اختلافي مادو د بحث لپاره ګډ کمېسيون ټاکلى دى .
ده زياته کړه ، چې ګډ کمېسيون تېره ورځ د ټاکنيزو کمېسيونونو د جوړښت د د ندو او واکونو قانون پر طرحې بحث پيل کړى او د ټاکنو قانون پر اختلافي مادو به نن بحث پيل کړي .
مسلميار وويل ، چې د ټاکنو قانون د طرحې د تصويب لپاره مشرانو جرګې څو فوق العاده غونډې جوړې کړي او کمېسيون اوس بايد د يادو قوانيو د طرحو د تصويب لپاره ضرب لاجل ونه ټاکي .
دى وايي ، چې کمېسيون بايد حکومت او ولسي جرګې ته ضرب الاجل ټاکلى واى، ځکه چې د دې قانون طرحه کلونه په حکومت کې او درې مياشتې په ولسي جرګه کې وه.
هغه زياته کړه : ((موږ د هيڅ يوې ادارې چلېنج ، چې د قانون جوړونې صلاحيت نه لري نه منو دا زموږ خپل صلاحيت دى او موږ پوهيږو ، چې خپل کار څنګه مخ ته يوسو.))
هغه زياته کړه : ((دا ټاکنې يواځې په معنوي پورې اړه نه لري دا د افغانستان په ملت او دولت پورې اړه لري د معنوي قانوني وخت هم پوره دى او هغه غير قانونى ناست دى ، ټولې فيصلې يې غير قانوني دي ، دوه مياشتې کيږي ، چې وخت يې پوره دى ، امضا ، خبره او وجود يې دټاکنو په کمېسيون کې غيرقانونى دى .))
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مشر فضل احمد معنوي د کار درې کلنه موده د روان کال د وري په ٢٨مه پاى ته رسېدلې ، خو نوموړى لا هم پر خپل ځاى پاتې دى.
د ولسمشر کرزي په مشرۍ د وري مياشتې په ٢٠مه په يوې مشورتي غونډه کې پرېکړه وشوه، چې د ملي شورا له لوري د ټاکنو د قانون له تصويب وروسته دې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون نوى رييس وټاکل شي.
Views: 17
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن