ميمنه-کابل (پژواک، ٢٦ چنګاښ ٩٢): د ملي دفاع وزارت د ملي اردو د ٧ سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړى، بلخوا د فارياب په غورماچ ولسوالۍ کې د خپلمنځي جګړې له امله څلور تنه وژل شوي دي.
په کابل کې د ملي دفاع وزارت له خوا د چنګاښ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د ملي اردو اووه سرتېري وژل شوي دي.
سرچينې زياته کړې، چې دا سرتېري د هلمند په سنګين، د غزني په رشيدانو او د لوګر په څرخ ولسواليو کې د ماين چاودنو او مخالفينو په بريدونو کې وژل شوي دي.
د يو بل خبر له مخې، د فارياب په غورماچ ولسوالۍ کې د عامو وګړو تر منځ د خپلمنځي جګړې له امله څلور تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د غورماچ ولسوالۍ اداري مدير عسل خان پژواک اژانس ته وويل، چې نښته تېر مازديګر د جرسياه په سيمه کې د دوو ډلو تر منځ وشوه، چې دغه مرګ ژوبله يې رامنځته کړه.
هغه زياته کړه، چې په وژل شوو کې د اڅکزو قوم د مشر زمان خان ورور هم شامل دى.
دغه سيمه ييز چارواکى وايي، چې په دې سيمه کې وسله وال مخالفين فعاليت کوي او دولت پرې کنټرول نه لري.
د سيمې يو اوسېدونکى محمد زمان وويل، چې نښته د اڅکزو او قبچاق پلويانو تر منځ د زړې دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده.
هغه وايي، نښته وروسته له هغه پيل شوه، چې د قبچاق قوم يو تن د جرسياه په بازار کې د مقابل لوري له خوا بې وسلې شوى و.
د ده په خبره، دوه کاله وړاندې د اڅکزو يو قومي مشر غلام حضرت هم د هغوى مقابل لوري وژلى و.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن