ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د ټاکنو کمېسيون د تشکيلاتو، دندو او واکونو قانون توشېح کړ

17 Jul 2013 - 17:22
17 Jul 2013 - 17:22

 کابل (پژواک ٢٦ چنګاښ ٩٢) : ولسمشر د ټاکنو خپلواک کمېسيون د تشکيلاتو، دندو او واکونو او د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون قانون توشېح کړ .

د وزيرانو شورا د دارالانشا او چارو ادارې په خپله خبرپاڼه کې ويلي، چې  حامد کرزي دغه قانون د اساسي قانون د ٦٤ مادې د ١٦ فقرې د حکم له مخې، توشېح کړى دى.

دغه قانون، څلور ورځې وړاندې د ملي شورا د دواړو مجلسونو د ګډ پلاوي له لوري په ٥ فصلونو او ٣٥ مادو کې تصويب شو او د توشيح لپاره بيا جمهوري رياست ته ولېږل شو.

 د ټاکنو خپلواک کمېسيون د تشکيلاتو، دندو او واکونو قانون او د ټاکنيزو شکايتونو خپلواک کمېسيون له دې وړاندې هم د توشېح په موخه يو ځل جمهوري رياست ته استول شوي وو، خو بيا رد شول او له يو لړ تعديلاتو وروسته بيرته ولسي جرګې ته واستول شول.

 ولسي جرګې هم د  غبرګولي په شلمه په يوه غونډه کې ياد تعديلات تصويب او له هغه وروسته يې بيا مشرانو جرګې ته ولېږل او په پايله کې د دواړو مجلسونو د يوه ګډ پلاوي له لوري ياد قانون تصويب شو او د توشيح لپاره يې ولسمشر ته وړاندې کړ.

 له دې وړاندې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان څانګې هم له ولسمشر کرزي څخه د ټاکنو د قانون د ژر لاسليک کولو غوښتنه کړې وه.

 دمګړۍ د ولسمشرۍ او ولايتي شوارګانو د ټاکنو لپاره د رايو ورکولو د کارتونو د وېش لړۍ دوام لري او ټاکل شوې، چې د دغو ټاکنو د کانديدانو نوم ليکنه هم د روان کال د وږي مياشتې په ٢٥ مه پيل او د تلې مياشتې په ١٤ مه به پاى ومومي.

 د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو کره نېټه د ١٣٩٣ هجرى کال د وري ١٦ مه ټاکل شوې ده.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version