اسعد اباد(پژواک،١٣زمرى٩٢): دکونړ چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يوتن قومي مشر د ناپېژاندو وسله والو له خوا ووژل شو .
دکونړ والي شجاع الملک جلاله د زمري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې قومي مشر او د کونړ ولايت يوتن قومي مشر تاجبرخان نن په درېيو بجو د نورګل ولسوالۍ اړونده د سلامپور په سيمه کې د ناپيژاندو وسله والو له خوا په ډزو وژل شوى دى.
دکونړ والي زياته کړه، دوه ناپېژانده وسله وال ، چې پر موټر سايکل سپاره وو، تاجبرخان يې په داسې حال کې پر ډزو وواژه، چې له جومات څخه کورته روان وو.
دکونړ د سولې دعالي شورا رييس محمد اسماعيل منيب پژواک ته وويل، چې تاجبرخان، په کونړ کې دسولې په پروسه کې فعاله او مخکښ رول درلود .
دده په وينا، د هغه په هلوځلو سره په زياتو سيمو کې د قومونو ترمنځ شخړې هوارې شوې دي.
منيب وايي، چې دده مړينه دکونړ ولايت لپاره لويه ضايعه ده.
ديادولو ده، چې څه موده وړاندې دکونړ ولايت دسولې عالي شورا مخکنى رييس مولوي محمد هاشم منيب د وټپور په ولسوالۍ کې د جمعې د لمانځه له ادا کولو وروسته کورته پر لاره د يوه ځانمرګي بريد په ترڅ کې ووژل شو .
Views: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن