ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ايسا د صنعتي پارکونو لپاره د ځمکې د نه ورکړې په اړه شکايت لري

20 Aug 2013 - 18:33
20 Aug 2013 - 18:33

 کابل (پژواک ٢٩ زمرى ٩٢): د ايسا اداره شکايت کوي، چې دولت د کابل په کمريو کې ورته د صنعتي پارکونو د جوړلو لپاره ځمکه په واک کې نه ده ورکړې، خو وايي چې د پانګوالو لپاره يې د وېزو په برخه کې اسانتياوې رامنځ ته کړې دي.

په افغانستان کې له پانګونې څخه د ملاتړ ادارې (ايسا) مشر وفي الله افتخار نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل، چې ايسا اته مياشې وړاندې د افغانستان د ځمکو له ادارې څخه غوښتي و، چې د کابل په کمريو کې ايسا ته د صنعتي پارکونو د جوړولو لپاره درې زره جريبه ځمکه ورکړي.

د هغه په وينا، د افغانستان د ځمکو ادارې له دوى سره د دې ځمکې در ورکړې ژمنه کړې وه، چې د يوه کال په دننه کې به د يادو پارکونو د جوړولو چارې بشپړې کړي او د پانګوالو په واک کې به يې ورکړي، خو تر دې مهال يې ياده ځمکه ايسا ته نه ده سپارلې.

نوموړي زياته کړه، چې د ياد پارک په جوړولو سره به د بهرنيو او کورنيو پانګوالو له خوا په دې پارک کې شاوخوا يو ميليارد ډالره پانګونه کېده او شاوخوا اويا زرو افغانانو ته په مستقيمه او نورو زرګونو کسانو ته په غير مستقيمه توګه د دندې زمينه مساعده کېدله.

افتخار په نننۍ ناسته کې يو ځل بيا د هېواد د ځمکو له ادارې وغوښتل، چې دا ځمکه د ايسا ادارې ته په واک کې ورکړي.

پژواک خبري اژانس هڅه وکړه، چې په دې اړه د افغانستان د ځمکو له ادارې سره خبرې وکړي، خو له بده مرغه، چې د يادې ادارې له چارواکو سره اړيکه ټينګه نه شوه.

څه موده مخکې په هرات کې پانګوالو شکايت کاوه، چې هېواد ته د بهرنيو کارکوونکو راتلل ستونزمن دي او بهرنيو کارکوونکو ته په داسې حال کې د دوو او درېيو مياشتو وېزه لګول کېږي، چې دغه کارکوونکي د څو کلونو لپاره هېواد ته د کار کولو په موخه راځي.

همدارنګه دوى شکايت درلود، چې بهرني کارکوونکي بايد د وېزو په تر لاسه کولو سره کابل ته لاړ شي.

دغه راز نوموړي وويل، چې له پانګونې څخه د ملاتړ د نوې پاليسۍ له مخې، چې په دې وروستيو کې د ماليې وزارت له لوري چمتو شوې؛ د بهرنيو پانګوالو لپاره، چې په افغانستان کې پانګونه کوي اوږدمهال ويزه ورکړي.

خو افتخار وويل، چې اوسمهال دغه ستونزه حل شوې او د بهرنيو شرکتونو پانګوال او کارکوونکي کولى شي، چې په اړونده ولايت کې ويزه تر لاسه کړي.

وفي الله افتخار، د پانګونې زياتوالى د هېواد د اقتصادي ودې لپاره مهم وباله او زياته يې کړه، چې د دغې پاليسۍ پر بنسټ، پانګوالو ته د پانګونې ښه زمينه په پام کې نيول شوې ده.

د ماليې وزارت ويلي، چې دغه پاليسي د وزيرانو شورا له لوري منل شوې او ډېر ژر به په نږدې راتلونکي کې پلې شي.

د افغانستان د صنايعو ټولنې مشر عبدالجبار صافي هم د نن ورځې په خبري ناست کې له حکومت څخه مننه وکړه او ويې ويل، چې دغه پاليسي پانګوالو ته ښې لارې پرانېزي.

 

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version