کابل (پژواک، د وږي لومړۍ نېټه ٩٢): د نيمروز امنيه قوماندان کبير اندرابي له قاچاقچيانو سره د همکارۍ په تور له نشه يي توکو سره د مبارزې د پوليسو له خوا د کابل په هوايي ډګر کې ونيول شو.
د نيمروز والي محمد سرور ثبات له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وويل، چې کبير اندرابي دوه ورځې مخکې هغه مهال له نشه يي توکو سره د مبارزې د پوليسو له خوا ونيول شو، چې غوښتل يې د کابل له هوايي ډګره هرات او له هغه ځايه نيمروز ته ولاړ شي.
د نيمروز والي وايي، له نشه توکو سره د مبارزې د اختصاصي څارنوالۍ رييس ورته ويلي، چې د نيمروز امنيه قوماندان د نشه يي توکو له قاچاقچيانو سره د همکارۍ په تور نيول شوى دى.
هغه په دې اړه نور جزئيات ور نه کړل.
خو د نيمروز د امنيه قوماندانۍ وياند جاوېد کراګر د دې ادعا د رد تر څنګ وايي، جې کبير اندرابي نه دى نيول شوى او اوس په کابل کې دى.
دا په داسې حال کې ده، چې د کورنيو چارو وزارت له نشه يي توکو سره د مبارزې معين بازمحمد احمدي څور ورځې مخکې په يوه خبري ناسته کړې وويل، چې ځيني دولتي چارواکي او پوليس د مافيايي ډلو او قاچاقبرانو په ملاتړ ولاړ دي، خو ټينګار يې وکړ چې د دغو کسانو د نيولو لپاره يې هڅې دوام لري.
هغه د چا نوم وانه خيست خو زياته يې کړه، په سرحدي سيمو کې د پوليسو په منځ کې ځيني شبکې پېژندل شوې دي، چې د هغو د نيولو لپاره به هم ډېر ژر اقدام وکړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن