ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هرات د لاريون لس تنه د ورانکارۍ په تور نيول شوي

هرات (پژواک ١٧ وږى ٩٢): امنيتي مسوولين وايي، چې په هرات کې د ايران د کونسلګرۍ پر وړاندې د لاريون کوونکو له ډلې يې لس تنه د ورانکارۍ په تور نيولي او د دغه ولايت په کرخ ولسوالۍ کې يې د وسله والو يو قوماندان وژلى دى.

د هرات د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالحميد حميد وږي په ١٧مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار يې په کرخ ولسوالۍ د عملياتو په ترڅ کې قوماندان ملا محمد وژلى او دوه نور وسله وال ټپيان دي.

 نوموړي زياته کړه، په يادو عملياتو کې يې له وسله والو وسلې او مهمات هم نيولي، خو وايي چې امنيتي ځواکونو او خلکو ته په کې زيان نه دى اوښتى.

دغه راز د امنيت امر وايي، چې د ايران کونسلګرۍ پر وړاندې د لاريون کوونکو له ډلې يې لس تنه د ورانکارى  په تور نيولي دي.

د ده په وينا، دغو کسانو د لاريون پر مهال په پوليسو د ډبرو او لرګيو وارونه کړي و او د عامه نظم د ګډوډولو هڅه يې کوله.

 پرون د هرات په ښار کې د ايران د کونسلګرۍ پر وړاندې شاوخوا ٢٠٠ تنو لاريون وکړ، خو د يادې ادارې ساتونکو پر لاريون کوونکو ډزې وکړې او پنځو تنو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي لاريون کوونکي له قانونه په سرغړونه تورن کړل او زياته يې کړه چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

په پروني لاريون کې د يوه پوليس په ګډون پنځه تنه ټپيان شوي هم وو.

لاريون کوونکو ادعا کوله، چې د ايران کونسلګرۍ مامورين په فساد کې ښکېل دي او دغه راز د وېزې د ورکړې کارونه ځنډوي.

د هرات په ښار کې پخوا هم د ايران کونسلګرۍ خلاف څو لاريونونه شوي، خو پرونى هغه يې له تاوتريخوالي ډک و.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version